د مسلک غوره کول د ژوند یوه مهمه پرېکړه ده ، لا هم ډیری خلک نورو نظرونو (ملګري یا کورنۍ) پر اساس د ځان لپاره مسلک ټاکي.
دا خورا ستونزمن کار دی چې تاسو په کوم مسلک کې د کار کولو څخه خوند اخلئ ، مګر ساینس پوهانو د تاسو سره د خپلې خوښې دندې موندلو ته د نږدې کیدو لپاره لاندې طرحې جوړې کړېدي.
یو له خورا پراخه کارول شويو ازموینو څخه د هالینډ کوډ دی . ارواپوه جان هولانډ د شخصیت او مسلک انتخاب په اړه د خپلې تیوري ته د وده ورکولو لپاره له 50 کلونو څخه زیات کار وکړ . هغه د مسلک د انتخاب لپاره د شخصیتونو شپږ سیټونه رامنځته کړل دا به د خلکو سره دا مرسته وکړي چې پوه شي کوم مسلک ممکن د دوی لپاره غوره دی . ډاکټر هالنډ باور درلود دا چې خلک په چاپیریال کې غوره کار کوي د دوی مسلک د دوی شخصیتونو سره سمون لري، او د اطمیناني مسلک د موندلو کلی ستاسو د بنسټیزه لیوالتیا ده د اړوند مسلک سره.
لاندې د شخصیت شپږ ډولونه وګورئ ، چې کومې دندې ستاسو لپاره سمې دي. ډیری خلک
د دوه یا دري ډوله شخصیتونو ترکیب دي.
۱. واقعي
واقعیت لرونکي خلک د هغه شیانو سره کار کول خوښوي چې دوی یې لیدلی یا لمس کولی شي.
د فکر کولو یا خبرې کولو پر ځای د ستونزو حلولو ته لیواله دي، دوی عموما بهر کار کول خوښوي. او د وسایلو ، ماشینونو ، بوټو ، او څارویو سره بلدیا لري.
اړوندې دندې: ترکاڼ ، آشپز ، نرس ، پیلوټ.
2. تحقیق کوونکی
د دې ډول شخصیت لرونکي خلک نظریاتو ته ارزښت ورکوئ او په دندو کې قوي دي دوی دې ته اجازه ورکوي چې حقایق وپلټي او پیچلي ستونزې وڅېړئ. دا ډول خلک ګروپونو یا ټیمونو کې کار کولو پرځای په انفرادي ډول کار کولو کې غوره دي لکه په څیړنه کولو کې.
اړوندې دندې: د کمپیوټر پروګرامر ، تاریخ لیکونکی ، ارواپوه ، جراح.
3. هنري
هنرمندان خلاق خلک دي . دوی د یو شی د جوړښت یا ساختمان او قواعدو سره لیوالتیا نه ښکاره کوي ، او پرځای یې په چاپیریال کې دې ته اجازه ورکوي تر څو ښې اړیکې او د نظرونو آزاد جریان رامنځته کړئ . دوی له هغه دندو خوند اخلي چې دوی ته اجازه ورکړئ تر څو خپل ځان څرګند کړي او له خلکو سره ګډ کار وکړي.
اړوندې دندې: هنرمند ، ډاکتر ، ګرافیک ډیزاینر ، لیکوال.
۴. ټولنیز
ټولنیز شخصیتونه مینه لري چې دې خلکو سره کار وکړئ. دوی له تدریس څخه خورا رضایت ترلاسه کوي او نورو سره مرسته کوي ، او ټولنې ته د خدمت کولو لپاره خلک هڅوئ او د پیسو ګټلو سره زیاته لېوالتيا نه ښيي.
اړوندې دندې : روزونکی ، مشاور ، ټولنیز کارکوونکی ، ښوونکی.
5. پانګه اچوونکي
ډیری تکړه رهبران او د سوداګر په زړه پورې شخصیتونه لري . په هڅونه, تصمیم نیولو او رهبری کولو کې ښه مهارت . دوی پیسې ، ځواک ، او حیثیت ته ارزښت ورکوي ، او دوی ددی ارزښتونو د ترلاسه کولو لپاره هلې ځلې کوئ.
اړوندې دندې : د سوداګرۍ مالک ، د لویو پیښو مدیر ، وکیل ، پلورونکی.
6. تقلیدي
تقلیدي خلک د قواعد او مقررات قدرداني کوئ ، او دوی خوښوئ چې ژوند ته ښه پلان ولري . هغوی د
منطقي فکر کونکي او پر ځان ډیر کنټرول لري ، د معلوماتو او توضیحاتو سره په ښه ډول کار کولای شي.
اړوندې دندې: محاسبه کوونکی ، شنونکی ، ایډېټر، کتابدار(هغه څوک چې په کتابتون کې کار کوي).