زلزله او پر وړاندې یې حفاظتي تدابیر

د ځمکې لړزېدو او ریږدېدو ته زلزله وایې. د زلزلې د پېدو کېدو لاملونه څه دي؟
۱ـ د ځمکې د پوړونو سملاسي لویدنه ۲ـ اورشنونکي ( اتشفشان) لامل ۳ـ تکتونکي لامل:
د ځمکې په کره کې د ټولو زلزلو په سلو کې ۹۰ فیصده زلزلې تکتونکي لامل لري چې د ځمکې د داخلي یا دنننیو قواو په پایله کې منځ ته راځي.
اوس د څیړنو په نتیجه کې ساینس پوهان پدې توانېدلې دي چې تر یوې کچې د زلزلې وړاندوېنه کولي شي نښانې یې موندلي دي چې تر یوې کچې د خبرونې سیستم سره مرسته کوي.
۱ـ زیاتره زلزلې په مني او ژمي کې رامنځ ته کېږي.
۲ـ د مسلسلو اورښتونو وروسته رامنځ ته کېږي.
۳ـ د زلزلې څخه مخکې د ژوو رفتار غیر عادي وي.
۴ـ د وړې زلزلې وروسته لویه زلزله هم کله رامنځ ته کېږي.
۵ـ د زلزلې په وخت کې په مقناطیسي ساحه کې تغیر راځي.
۶ـ مخکې له دې چې زلزله وشي د ځمکې لاندې اوبو په ځانګړتیاوو لکه د تودوخې درجې، خوند، رنګ او نورو کې توپیر رامنځته کیږي.

د زلزلې پر وخت کې تر میز یا ورته شیانو لاندې بهځای ونیسو او ټول ځان به ترې لاندې کړو او که چیرې دا نه وي پر خپل سر باندې لاسونه ونېسو.
که چیري تاسې د میز لاندې یاستئ تر وروستۍ مرحلې هلته واوسئ.

دا منو چې د سختې زلزلې په وخت کې یو ډول ډارونکي غږونه لکه د ځمکې او ودانیو د خوځیدو، د ښیښیو د ماتېدو، له تاخچو څخه د لوښو د رالویدو او داسې نور اورېدل کېږي، خو بیا هم خپله خوصله وساتئ. ځکه تر هغه وخته خطر نشته چې په تاسو د پاسه کوم شی راولویدلي نه وي. ځمکه هېڅ وخت داسې نه کوي چې خوله وازه کړي او تاسو د ځان په لور کش کړي. زیاته ویره او ډار ستاسو د زړه د ودرېدو سب کېدای شي.

اخطارونه او خبرونې:
۱ـ لومړیتوب دا دي چې ووځئ.
۲ـ شرایط او پایلې باید وارزول شي.
۳ـ کاري بهیر ودرول شي، هر څومره چې ژر شونې وي ودانۍ باید خالي شي.
۴ـ دروازې وتړل شي مګر قلف نشي.
۵ـ قیمتي شخصي توکی لکه موبایل، بکس، پیسې او نور له ځان سره واخېستل شي مګر وخت ضایع نشي.

کله چې وځئ نو دا لارښوونې عملي کړئ:
۱ـ قدم ووهئ منډه مه وهئ.
۲ـ د ازدحام لرونکو ځایونو څخه ځان وباسئ او د ودانیو وړاندې ودرېږئ.
۳ـ د ناتوانه خلکو او ماشومانو سره په وتلو کې مرسته وکړئ.
۴ـ د اوبو پاېپونه، بخارۍ او نور بریښناني توکي بند کړئ.
۵ـ باید له تعمیر څخه لیرې له ونو، پلونو، رڼا او بریښناني مزو څخه وړاندې ودریږئ.

وروسته د وتلو:
۱ـ د خپل ګروپ یا د خپلو ملګرو سره یو ځای شئ.
۲ـ د کور یا څانګې مشر مسوولیت لري چې په څوک په ماڼۍ کې پاتې نشي.
۳ـ د خوندېتوب د څانګې مشر دا دنده لري چي منظمه پلټنه او څېړنه وکړي د ورکو کسانو درک معلوم کړي.
۴ـ تر څو وضع نارمل حالت ته نه وي راغلي ودانۍ ته راتلو اجازه ورنکړل شي.

د زلزلې پر وخت:
۱ـ هر چې کوئ پریږدئ.
۲ـ تیښته، ځان بندونه او ځان کلکونه وکړئ.
۳ـ که چیري د پټېدو ځای نه وي د قوي پایې تر څنګ یا په کونج کې کیناستل چې هلته د ښیښو او نور اسبابو د لویدولو احتمال نه وي.

Scroll to Top