“د یو ښه مدیر ځانګړنې: اړین مهارتونه، پوهه، او شخصیت”/ژباړه او زیاتونه: استاد وحيدالرحمن توحيدي

يو ښه مدير کيدل د مهارتونو ، پوهې او شخصيت ګډه اړتيا ده، دلته ځينې مهم ټکي دي چې کولاي شي تاسو ته يو ښه مدير په توګه مرسته وکړي:
لمړي د يو ښه مدير مهارتونه (Skills)
1. رهبري (Leadership)
ښه مدير بايد د يو قوي رهبر په توګه کار وکړي او کارکوونکي د هدفونو ترلاسه کولو لپاره وهڅوي. رهبرۍ کې د ټيم موټيبيشن او افرادو سره د ښې اړیکې جوړول شامل دي.
رهبري: د ادارې د اهدافو د لاسته راوړلو لپاره په اشخاصو تاثير کول او دهغوي د لارښوونې پروسه ته رهبري وايي.
يادونه: رهبري يا ليډرشيپ يوه مغلقه پروسه ده، پدې معنې چې ليډرشيپ لپاره يو مشخص تعريف صدق نه کوي ځکه چې ليډرشيپ يو څو جانبه پروسه ده. د هر شخص د نظره مختلف قسمه تعريف کيدلای شي.
2. د وخت مديريت (Time Management)
د وخت مديريت د مدير لپاره مهمه ده څو خپلو موخو ته په ټاکل شوي وخت کې ورسيږي او کارونه پر وخت تر سره کړي.

3. ستونزو حلولو مهارتونه (Problem-Solving Skills)
ښه مدير باید د ستونزو د تحلیل او د حل لارې موندلو کې قوي وي.پر ځاي د دې چې يوازي د ستونزو په اړه شکايت وکړي، عملي حل لاري ولټوي.

دوهم يو ښه مدير بايد پوهه ولري:

1. د کاروبار او صنعت پوهه (Business and Industry Knowledge)
مدير بايد په هغه صنعت کې چې کار کوي، پوره پوهه ولري. دا پوهه د کاروبار او مسلکي پرمختګ لپاره اړینه ده.
که ستاسو ټيم ته پوهه شي چې څه ته اړتیا لرئ او څه ډول بايد کار وکړي.

2. د قانوني اصولو او پاليسۍ پوهه (Knowledge of Legal and Policy Principles)

يو ښه مدير بايد په هغه قانوني چوکاټ او پالیسيو باندې پوه وي چې پر ادارې او کارکوونکو اغېز کوي.

دريم د يو ښه مدير شخصيت (Personality)

1. صداقت او ایمانداري (Integrity and Honesty)

ښه مدير باید د صداقت او ایماندارۍ ځانګړتیاوې ولري، ترڅو کارکوونکي ورباندې باور وکړي.
چې خپل ټيم ته د ښه اخلاقو ، صداقت ، د کار سره مينه او وقف کولو ښه بيلګه وړاندې کړي.

2. جذبه او زغم (Passion and Patience)

جذبه د کار د پرمختګ لپاره قوت ورکوي او زغم د ستونزو په حل کې مرسته کوي.

3. فعاله اوريدنه (Active Listening)

يو ښه مدير باید د کارکوونکو خبرې په فعاله توګه واوري، ترڅو له هغوی سره غوره اړيکه جوړه کړي او د هغوی نظرونو ته ارزښت ورکړي.
د ټيم هر غړي ته ارزښت ورکول ، د هغوي نظريات او پيشنهادونه اوريدل او تشويقول چې خپلې وړتياوې څرګندې کړي، د ټيم د اعتماد او همکاری کچه لوړوي.

دا درې برخې يو ښه مدير جوړوي، چې د ادارې موخو ته د رسيدو او د ټيم پرمختګ کې کليدي رول لري.

Scroll to Top