هغه کس چې له خلکو سره په راکړه ورکړه کې صادق وي او په نور کې د هغه خصوصياتو د تحمل وړتيا ولري چې د ده نه خوښېږي او له خپلو همکارانو سره تر هغه حده سم چلند وکړي چې د انسان په وس پوره وي.
سربېره پر دې هغه کسان باسوداه بللى شو چې تل پر خپلو غوښتنو کنټرول لري، بدبختۍ ته نه تسليمېږي او په زړورتيا يې پر وړاندې درېږي.
تر ټولو مهمه دا چې د برياليتوب پر مهال غرور نه کوي او خپل اصليت نه هيروي.
خپل ځاى ځايګى درک کوي، ځکه پوهېږي چې روڼ اندى دى او که په اتفاقي ډول کوم برياليتوب ترلاسه کړي، د ډېرې خوښۍ څرګندونه نه کوي.
لنډه دا چې د زده کړو لرونکي هغه کسان دي چې په هر ډول شرايطو کې وړتيا او زړورتيا د ځان لپاره غوره کوي.
لکه دوى چې ذوکاوت ته پر حماقت او ښو ته بر بدو ترجيح ورکوي.