دا اصطلاحات په خپلو کې سره ډېره ورته والی او مشابهتونه لري خو موږ به یې دلته په توپیرونو وغږېږو.
سوسیالېزم( Socialism): سوسیالېزم مانا «ټولنپالنه» او د «ټولنې باور». دا اصطلاح د فرانسوي ژبې له ( Social) کلمې څخهاخیستل شوې چې د «ټولنیزوالي» په مانا ده. د کارل مارکس په اند په سوسالېزم کې شخصي مالکیت او د کارګرانو استثمار له منځهځي او د کار د کیفیت او کمیت په بنسټ د ثروت توزیع صورت نیسي. د مارکس په باور په موقتي ډول د یو اقتصادي نظام په توګه د«سوسیالېزم» شتون مخکې له «کمونیزم» څخه اړین دی، چې دلیل یې د کارګرې دکتاتورې طبقې او له پانګوالۍ څخه په میراث پاتېاقتصادي نیمګړتیاوو شتون دی( د مارکس په باور په پانګوال نظام کې د بیکارۍ او بحرانونو رامنځته کیدل او د سرمایه دارانو لخوا دکارګرو استثمار د طبقاتي مبارزې لامل کېږي، کارګران انقلاب راولي او د پانګوال نظام پر ځای سوسیالېزم رامنځته کوي.
مارکسېزم(Marxism): د مارکسېزم اصطلاح د کارل مارکس له نوم څخه اخیستل شوی، چې د مارکس د فلسفې او علمي سوسیالېزممؤسس دی. په لنډه توګه د مارکس فکري بنسټ په لاندې ټکو کې خلاصه کولای شو.
( اقتصادي د تاریخ دورې ټاکي او تاریخ د طبقاتو او هغو ډلو ترمنځ له جګړو پرته بل څه نه دی چې چې اقتصادي ګټي یې له یو بل سرهپه ټکر کې واقع دي. حکومتونه د حاکمې طبقې د ګټې تامینولو پرته بل رول نه لري . په پانګوالو ټولنو کې دولت د حاکمې طبقې ګټېتامینوي او کارګره طبقه په استثمار کې ساتي دا فشار او استثمار هغه وخت پای ته رسیدلی شي چې شخصي ملکیت له منځه لاړ شي،عامه ملکیت رامنځته شي او کارګره طبقه د حکومت واګي په لاس کې واخلي)
کمونیزم(Communism): د کمونېزم اصطلاح لاتیني ریښه لري چې د (Commons) له کلمې څخه اخیستل شوې چې د «شریکولو» مانا لري. د کارل مارکس او فریډریک انګلز په فرضیو کې کمونېزم یوه بې طبقې ټولنه ده چې د تولید د عواملو مشترک مالکیت لري او دټولنې د ټولو غړو ترمنځ بشپړ مساوات موجود دی. په دې سیستم کې اقتصادي ټولنه تر نهایي حده صنعتي ده او په هغې کې یواځې یوهټولنیزه طبقه یعنې کارګر فعالیت کوي. د مارکس په باور په داسې ټولنه کې د طبقاتي تضادونو د رامنځته کیدلو امکان نشته دی.
د ټولنې بدلون په سوسیالېزم او بیا کمونیزم ته د مارکسېزم اصلي موخه ده. مارکسېزم یوه نظریه ده او غواړي چې سوسیالېزم په کمونیزمبدل کړي یعنې د مارکسېزم د نظریې عملی اجراء کول کمونېزم دی. مارکسېزم د نړۍ لید او ارزونې یوه طریقه ده او کمونیزم د انقلابونو لهلارې د بدلون عملي هڅه کول. په لنډه توګه مارکسېزم له سوسیالېزم څخه کمونېزم ته د ټولنې د بدلون خوب دی.