د ښځي مال او شتمني د هغې خپله وي او له هغې شتمني به ذکات ورکوي.
دا ښه خبره ده چې ښځه د خپل مال او شتمنۍ واک لري، خو زمونږ په ټولنه کې د ښځو شتمني یو ډول عیب او پېغور ده. لوستي ټولنههیڅکله پېغورونه نه پوري کوي او لا هم هڅه کوي ټولنه ترقي وکړي.
په ښځو زده کړي کول، له کور نه د بیرون وتلو صلاحیت ورکول او هیلو ته یې رسول د مور او پلار صلاحیتونه دي، خو کوم والدین چېخپلې لوڼې سانسوروي او په لوی لاس یې له مخکې تګ نه راګرځوي دا یې د اولاد (نجونو) پر وړاندې تشدد دی.
زمونږ په ټولنه کې ډاکټره، نرسه او درمل جوړونکې د کور اشپزي کوي او د کور مینځي مو ورنه جوړې کړي وي، له دې سره د ملت په لکونهروپۍ بې ځایه ضایع کېږي، کومي چې د لوڼو په زده کړو مصرفېږي. کله چې ښځه ټولنه دومره مجبوروي نو بیا د ښځو د زده کړې اړتیاڅه ده؟!
کله چې یوه کورنۍ لوستي نجلۍ د کور د مېرمنې په توګه راولي او په زده کړو یې بندیز لګوي، نو د ځوان والدین په کوم اساس لوستينجلۍ د ناوي په توګه ټاکي او ولي یې په کور کې بندوي؟!
والدینو ته په کار ده، چې خپلو لوڼو ته په نابرابره شرایطو کې د ذمه وارۍ مسولیت او زمینه برابره کړي او دوی وهڅوي تر څو په مختلفومسلکونو کې زده کړي وکړي.
میرمنې باید له اقتصادي پلوه خپلواکې شي. هغه میرمنې چې خپله ګټه لري په کورنۍ کې ېې درناوی زیاتیږي. او په همدې ډول میرمنې لهکومې تمې پرته له خاوند سره مینه کوي او په ټول کې د کورنۍ اقتصاد هم ښه کيږي. نارینه باید په دې ونه ډار شي چې که میرمن ېې خپلهګټه ولري د ده خبرو ته به غوږ نه نیسي برعکس د کورنۍ مینه زیاتیږي.
ښځې طب، نرسنګ، لابراتوار، ساینس، قالین اوبدني او استادۍ کې مفیدي تمامېدای شي. په دې سربېره په رسامۍ، نقاشۍ، کمپیوټرزده کړه کې هم خپلې وړتیاوې ثابتولی شي او له یادو مسلکونو ښه روزګار برابرولی شي.
د ښځو او انجونو لارې مه بندوﺉ!