يو ښه ژوند ته رسېدل د هر انسان د زړه غوښتنه ده. خو ولې يوازې ځيني ځيني کسان ورته لار پيدا کوي؟ يو ښه ژوند ته د رسېدو لپاره ځيني داسې رمزونه موجود دي چې موږ ترې نه يو خبر؟
يو ښه ژوند د چانس په توګه نه رامنځته کېږي. ښه ژوند د مهارت او موخې لرلو پايله ده، څو له شته سرچينو څخه کار واخيستل شي او مخکې تګ پرې وشي. دغه سرچينو کې تفکر، وخت او انرژي شامل دي.
په ټوله کې يو ښه ژوند هغه وخت رامنځته کېږي چې په عاقلانه توګه له هرو ۲۴ ساعتونو څخه په سمه بڼه کار واخيستل شي. هغه پېښې چې ستاسې شاوخواته رامنځته کېږي او تاسې ورته پرته له پاملرنې خپل معمول کارونه ترسره کړئ، تاسې له خپلې ټاکلې موخې څخه ډېر لرې کوي.
ښه ژوند ته د رسېدو لپاره ۷ ټکي په پام کې ونيسئ:
۱- ښه ژوند ته د رسېدو لپاره همدا اوس هڅه پيل کړئ
مناسب وخت ته د رسېدو لپاره تمه مه کوئ. په دې صورت کې بايد ټول عمر انتظار وکړئ. که تاسې په دې فکر ياست چې کارونه به په مناسب وخت کې ترسره کړئ، تېروتنه کوئ. دا سمه ده چې هر کار ځانګړی وخت لري، خو د نن ورځې کار سبا ته پرېښودل هم لويه تېروتنه ده. لومړنی ګام پورته کړئ، ترڅو برياليتوب کشف کړئ.
۲- له هرڅه نه ارزښت تولید کړئ
ښه ژوند هغه دی چې څه لرئ پرې شکر وکړئ او له ډېرې تمې ځان وژغورئ.
وخت، روغتيا، ښه کورنۍ، د ژوند ښه شريک/ شريکه… هغه څه دي چې تاسې يې په لرلو شکر وکړئ او شتمني هېڅکله نه شي کولی چې پورته څيزونه تاسې ته وپېري.
۳- ساده ژوند وکړئ
هغه څيزونه چې په ژوند کې تاسې ته هېڅ خوند نه درکوي او برياليتوب ته په رسېدو کې درسره مرسته نه کوي، لرې يې کړئ. هر اضافي څيز ستاسې حواس ګډوډوي. د دې کار په ترسره کولو سره تاسې خپله ټوله انرژي او وخت خپلې موخې باندې لګوئ.
۴- د ښه ژوند لرلو لپاره لومړيتوبونه ولرئ
د ژوند مهمو مواردو لپاره لومړيتوبونه ورکړئ. هغه کسان چې تل د مبارزې په حال کې دي ورته پاملرنه وکړئ او ترې مشوره وغواړئ چې څنګه د ځان لپاره لومړيتوبونه وټاکئ.
که په ناسمو کړنو او څيزونو باندې تمرکز وکړئ، نو همدغه کړنې کولای شي چې تاسې له خپلې اصلي موخې وګرځوي.
۵- اضافي موارد مو له ژونده لرې کړئ
څه څيزونه دي چې ستاسې په ژوندانه کې په فيزيکي او رواني بڼه اضافي دي؟ هر هغه کار چې ترسره کولای شئ ويې کړئ څو دغه اضافي موارد ستاسې له ژونده لرې شي او ستاسې د انرژۍ او کار کولو کچه ټيټه نه کړي.
۶- د غوره توب لپاره هڅې وکړئ
غوره ژوند له ډېرې هڅې سرچينه اخلي. خپل وخت او پيسې ترټولو ممکنه غوره لاره کې لګوئ؟ ترټولو غوره هڅه د ترټولو ستونزمنې هڅې په معنی نه ده. خپله انرژي، وخت او پیسې په غوره او منظمه توګه ولګوئ. اغېزناک او کارآمده واوسئ.
۷- خپل تفکر کنټرول کړئ
د تفکر له لارې د مثبتو انګېزو ترلاسه کول ترټولو لوی لومړيتوب دی.
که پورتنيو ټکو ته پاملرنه وکړې، هغه ستاسې د تفکراتو په کنټرول کې دي.
ساده والی، د لومړيتوبونو ټاکنه او د اضافي مواردو لرې کول کولای شي چې تاسې ته دا زمينه برابره کړي چې خپل فکر کنټرول کړئ. خپل ډېری وخت د خپلو موخو پر تمرکز کولو ولګوئ؛ په دې کار سره ترټولو غوره د حل لاره پيدا کوئ، باور مو غښتلی کېږي او ډېره بريا ترلاسه کوئ.
برياليتوب د ساده والي او د افکارو کنټرول باندې د تمرکز کولو پايله ده. تاسې د پيل لپاره هغه څيزونه چې ورته اړتيا لرئ له ځان سره يې لرئ. نور څيزونه د لارې په اوږدو کې پيدا کوئ.