په اوسني عصر کې ډېر زده کوونکي، زده کړيالان او ځوانان غواړي چې ښه او په تول برابره وينا وکړي. دې هيلې ته د رسيدو لپاره يېډېرې هلې ځلې هم کړې دي، خو تر اوسه يې خپل اصلي هدف نه دی ترلاسه کړی. ما دلته د يو ښه ويناوال شل غوره ځانګړنې ذکر کړېدي، چې په مرسته يې تاسو کولی شی د سټيج (دريځ) په سر د وينا پر مهال له فشار، ډار (ويرې) او ساه بندښت څخه ځان وژغورئ.
که تاسې غواړئ ښه ويناوالان شئ، بايد ډېر تمرين وکړئ ځکه تمرين انسان سموي او له تيروتنو يې تر يو بريده ژغوري. نو کوښښ وکړئچې د ملګرو، کورنۍ د غړو او ټولګيوال په مينځ کې پاڅيږئ او په پوره ډاډ او زړورتيا سره وينا وکړئ، ځکه دا درسره په جرات زياته ولو کېډېره مرسته کولی شي.
۱– مخکې له موضوع بايد ژوره ساه واخلئ.
۲– کله چې سټېج ( دريځ ) په سر اوبه پرتې وي، استفاده ترې وکړئ.
۳– ناستو خلکو سره بايد بلدتيا ولرئ.
۴– درکړل شوی وخت په نظر کې ونيسئ.
۵– له نويو امکاناتو ګټه واخلئ.
۶– په وينا کې د بدن حرکات استعمال کړئ.
۷– ويناوال بايد ښه اخلاق ولري.
۸– ويناوال بايد زغم ولري.
۹– يو اينې ( هندارې ) ته ودريږئ او خپله موضوع هغې ته وړاندې کړئ.
۱۰– مخاطبين بايد کنټرول کړئ.
۱۱– په خپلې موضوع بايد پوره حاکميت ولری.
۱۲– ښه ويناوال بايد پراخه مطالعه ولري.
۱۳– کله چې سټيج ته راځی فکر وکړئ چې ناست خلک مې ټول ملګري دي.
۱۴– موضوع مو بايد ښه پيغام ولري.
۱۵– په غوږ، ويښتانو او خوله کې ګوتې مه وهئ.
۱۶– ښه ويناوال بايد د هر چا په زړه کې ځای ولري.
۱۷– ښه ويناوال بايد د يو چا توهين ونه کړي.
۱۸– په خپله موضوع تمرکز وکړئ.
۱۹– ښه ويناوال بايد د ولس په ګټه کار وکړي.
۲۰– ښه ويناوال بايد قومي تعصب نه کار وانخلي.
په دې هېله چې د وينا پر مهال دغه شل ځانګړنې په نظر کې ونيسئ.