لکه څرنګه چې پوهېږو چې ځمکه هم د شمسي منظومې له سیارو څخه ده، او دا ثابته شوي ده چې ټولې سیارې د یو لړ حرکاتو لرونکيدي، نو ځمکه هم بیلابیل حرکات ترسره کوي چې ځينو د نظر خاوندانو تر دیارلسو یاد کړي دي.
که څه هم له دويمې میلادي پیړۍ څخه یوه نظریه د نجوم په علم کې موجوده وه چې ځمکه یې ساکنه فرض کوله چي نور سیارات یېشاوخوا څرخي، دغې نظري ته یې ( بطلیموسي منظومه) ویله.
که څه هم دغه نظریه د ۱۷ پیړیو په جریان کی د ډیرو عالمانو او نجوم پوهانو د قبول وړ او په نجومي محاسباتو کی کاریدله، خو بیا همځینو ستاره شناسانو او د نظر خوندانو ته قابل د قبول نه وه، او ددي نظریې په غېرواقعیتوب پوه وو، او د ځمکي په حرکت قایل ول.
چی له یادو عالمانو څخه کولی شو د سپارخوس(161ق.م) نوم واخلو.
حتیٰ مخکې له بطلیموس هم یو شمزر پوهانو لکه ارسطرخس ساموسي او فیثاغورث د ځمکې له حرکت خبرې کولې.
په اسلام کې هم یو شمېر پوهانو لکه ابوسلیمان سجستانی او ابو سعید سجزي چې د څلورمې میلادي پیړۍ د دویمې نیمایې ریاضي پوهان وه د ځمکې په حرکت باندی معتقد ول.
همداسې نور ډیر پوهان هم موجود وو چی دا د ځمکې د حرکت په نظریې معتقد ول.
نو اوس پوښتنه داده چی که ځمکه حرکت کوي، نو دا حرکتونه په څو ډوله دی؟ او د کومو تغېراتو لامل کیږي؟
پدې اړه هم بېلابېل نظرونه موجود چې ځمکه څو ډوله حرکتونه لری خو تر ټولو مهم یی دوه ډوله ښودل شوي چې د ډېرو بدلونونو لاملکیږي:
1. وضعې حرکت
2. انتقالې حرکت
په وضعي حرکت کې ځمکه په خپل محور باندې څرخي چې دا څرخېدل په۴ :۲۳:۵۶یا ۲۴ ساعتونو کې چې لوری یې له لویدیځ څخهختیځ ته دی.
اوس دا حرکت په ځمکه کی د کومو تغیراتو د رامنځته کېدو لامل کېږي؟
لومړی: دشپې ورځې بدلون
دویم: په شمالې او جنوبې کره کي د اوبو لوری ټاکل
دریم:ددي حرکت په پایله کې د استوا په کرښه کې یو ننوتې او په قطب کی يو وتلې رامنځته کېږي.
انتقالي حرکت:
پدي حرکت کی ځمکه دلمر په شاوخوا د ۳۰ کیلومتره په ثانیه سرعت سره په بیضوي مدار را څرخي چې دا عمل ۳۶۵/۶ ورځې نیسي ( ۳۶۵ ورځې او ۶ساعته ۹ دقیقې نیسي)
دځمکې دا حرکت هم د یوشمیر تغیراتو سبب دی چی له هغي جملې کولی شو،د کال او میاشتو د بدلون یادونه، د څلور فصلونو رامنځتهکیدل او داسې نور دي.
لکه څرنګه چې مخکې یادونه وشوه نو ځمکه سربیره پردې د نورو حرکاتو لرونکي هم ده، چې یو له هغو څخه د ځمکې او ټولې شمسيمنظومې حرکت د شیري لارې د کهکشان په لور دی.