ځان ځورونه یا د خپل ځان په اړه منفي اندونه د ذهن یوه بدمرغه او منفي برخه ده، چې د وخت په تېرېدو سره یې د انسان په ذهن کېپاتې کېدل رواني ستونزې رامنځته او مرګوني پایلې هم لري، همدا راز ځان ځورونه او منفي اند د انسان د تل پاتې خواشینۍ او ماتیالۍ(ناکامۍ) او ژر بوډا کېدو لامل ګرځي.
ځان ځورونه د انسان خپله منفي انګېرنه ده، که چېرته په ذهن کې د ډېر وخت لپاره پاتې شي وده مومي، مونږ باید دا مسئله ډېره جديونیسو او هر انسان ته پکار ده تر څو د خپل اند او ځان ځورونې سبب پیدا کړي؛ ځکه دا مسئله په ژوند کې د انسان د ودې او پرمختګخنډ ګرځي.
د ځان ځورونې څخه د خلاصون لس غوره لارې:
۱– خپل ساده ژوند له ډېر رنګینه ژوند څخه غوره وبولئ: هڅه وکړئ خپل ساده ژوند تر هر څه غوره وبولئ، له نورو سره د پرتلې ډډه وکړئ،خپل فکر پخپلو شتو شمتن او راټول کړئ
۲– کوچنیو مسئلو ته ارزښت مه ورکوئ: په ورځني ژوند کې کوچنۍ مسئلې جدي مه نیسئ،خپل لیدلوری په لویو موخو مصروف وساتئ
۳– هر څوک ستونزې لري: هر انسان په ژوند کې ډېرې ستونزې لري،ځینې یې پر ستونزو لاس بري او زور دي،په ځینو ډېرې کوچنۍستونزې لاس برې کیږي؛غوره مدیریت یې تر ټولو ښه تګ او حل لاره ده، په ژوند کې غوره مدیریت زده کړئ، تل به په ستونزو برلاسي وئ
۴– هېڅ کار پرته له ستونزو نه دئ: مهمو موخو ته لمړیتوب ورکړئ، یوازې په ډېرو ارزښت لرونکو پلانونو او موخو خپله انرژي مصرفکړئ،کوچني کارونه په مهال وېش او فرصت ترسره کړئ؛ځکه چې لویې لاسته راوړنې مو د خوښۍ سبب ګرځي.
۵– له ستونزو سره مخامخ خبرې وکړئ: هرې موخې ته د رسېدو په لار ډول ډول ستونزې شتون لري او خپله انسان ته تر ډېره ددېستونزو د له منځه وړلو حل لارې معلومیږي؛هڅه وکړئ د هرې موخې او منزل ته رسېدو په لاره پرتې ستونزې د یوه کاغذ پرمخ راټولې اومخامخ خبرې ورسره وکړئ،لومړی هغه ستونزې راواخلئ چې ستاسې په وسیله حل کیږي.
۶– ستونزو ته حل لارې ولټوئ: کله مو چې ستونزې راټولې او ورسره مخامخ شوئ هرې یوې ته ځانګړې حل لارې ولټوئ،ستونزې د کاغذپه مخ ولیکئ او د هرې ستونزې مخې ته حل لاره ولیکئ
۷– تل پخپلو موخو او پلانونو غور وکړئ: پلان او موخې لرونکي انسانان نسبت نورو ته په کمه کچه د منفي اند خاوندان او د ستونزو په اړهفکر کوي، خپلې موخې او پلانونه پخپل ذهن کې تمرین کړئ تر څو ستاسې ذهن مصروف او له منفي اند مو لرې وساتي.
۸- له بې ځایه اړیکو تېر شئ: له بې ځایه اړیکو ډډه مو خپلواکه او خوښ ساتي،بې ځایه او بې موخې اړیکي پرېږدئ؛هېڅکله به له کړنواو اړیکو پېښمانه نه وئ
۹– له تېر وخت څخه را تېر شئ: تېر بد یادونه،اندېښنې او په تېر وخت کې پاتې کېدل ستاسې خوښۍ وژني؛که غواړئ پرمختګ وکړئ لهتېرو پېښو او ژوند راووځئ
۱۰– سندرې اورېدل پرېږدئ: سندرې اورېدل مو تل په تېر وخت کې ساتي،په ځانګړې توګه غمګینې سندرې اورېدل ستاسې په زړه کې دنېکمرغۍ او خوښۍ څپې وژني؛همدارنګه سندرې اورېدل د اسلام له نظره هم ښې پایلې او پیغام نه لري.
ددې سربېره ډېرې نورې داسې کړنې شته چې ترسره کول او نه ترسره کول یې په دې برخه کې مستقیمې اغیزې لري، په اړه یې لټون اوپېژندل هر انسان ته خورا اړینه مسئله ده.