د وخت مدیریت

د وخت مدیریت د ننۍ نړۍ حیاتي اړتیا ګرځېدلې ده، وخت د روانو اوبو غوندې پهٔ منډه روان دی. د دې لپاره چې پهٔ لنډ وخت کې ډېر کارونه ترسره کړو، ځان لهٔ اضافي فشارونو وساتو، پهٔ خپل مسلک کې د بري تر پولو ورسېږو، نو دا اړینه ده چې خپل محدود وخت پهٔ مؤثره توګه مدیریت/ اداره کړو.
راځئ د دې کار د تر سره کولو ځینې لنډې لارې وپېژنو:

۱- اولیتونه وپېژنئ. خپل ورځني کارونه وارزوئ، دا معلومه کړئ چې کوم کارونه مهم و عاجل دي، کوم چې مهم کارونه وي، هغو ته حق اولیت ورکړئ. د نن کارونه سبا ته مه پرېږدئ، د سبا کارونه نن مه کوئ!

۲- د یو کار د تر سره کولو لپاره وخت ځانګړی کړئ، دا معلومه کړئ چې پهٔ یو ځانګړي کار به څومره وخت تېروئ، دا درسره د ستونزو د حل لپاره پهٔ منظم پلان جوړوکو کې مرسته کوي. پهٔ کارونو مو تمرکز ډېروي.

۳- د کار پهٔ جریان کې منظمه وقفه واخلئ، د سکون لپاره لهٔ خپل دفتر/ کار ځای راووځئ، پهٔ ازاده هوا کې قدم ووهئ.
کله چې پرلپسې لهٔ وقفې پرته کارونه ترسره کوئ، ورو- ورو مو پهٔ کار تمرکز کمېږي، ذهني ستړیا مو ډېرېږي او د کار پهٔ سم ترسره کولو کې پاتې راځئ.

۴- سبا پهٔ سبا کې دی، مګر راتلو ته یې باید تیاری ولرئ، د هرې ورځې پهٔ پای کې د سبا ورځې لپاره مهال وېش او پلان جوړ کړئ. دا ډېر ښهٔ عادت دی، هغوی چې راتلونکي ته پلان ونهٔ لري، د #پرمختګ مخه یې ډب کېږي.

Scroll to Top