د باچا خان د ژوند مطالعه مې کوله. یو څه چې جالب راته ښکاره شو، داو چې پاچا خان به خلکو د سرحد ګاندي بللو. ماته له دې خبرېسره دوه متصل نور شیان ذهن ته راغلل. یو یې د تاریخي شخصیت عمراخان په اړه و. ده به پر انګریزانو چریکي بریدنه کول چې تراوسه په تاریخ کې د افغان ناپیلیون په نوم یادېږي. بل د ستر خوشخال خان خټک په اړه و چې زموږ ډیری ادیبان ورته افغان شکسپیروایي. په ٢٠١٨ م کال کې چې په کابل کې د خوشحال خان په وياړ په علمي او څېړنیز سیمینار و، ولسمشر غني هم وویل چې خوشحالخان افغان شکسپیر دی.
یوازې په دې برخه کې نه، بلکې په ورزش، هنر او ورته نورو شیانو کې هم له مشهورو او وړتیا لرونکو اشخاصو سره دغه ډول چلند کېږياو د هغوی د ستاینې په خاطر د هغوی هویت مسخه کېږي. یوه بله بېلګه د افغانستان د کرکټ لوبډلې په اړه را اخلم. له ډېره وخته مېکرکټ خوښېږي. که ووایم، د (جرسي) او (دوبۍ) له وخته ان تر اوسه د افغان لوبډلې هره لوبه تعقیبوم؛ مبالغه به مې نه وي کړې. دافغانستان ملي لوبډلې په دې لنډ مزل کې ډېر ښه لوبغاړي پیدا کړل چې ډېر یې په نړیوالو لیګونو کې هم لوبېږي. دغو لوبغاړو ته ولس لهمینې، د ځینو نړیوالو لوبغاړو نومونه دلقبونو په ډول ورکړل مثلا: کله ”حضرت الله ځاځی“ لوبډلی ته راغی، ډېرو به ویل چې دا د ”افغانستان کریس ګیل“ دی. ”رحمن الله ګوربز“ ته به یې ”ای بي ډیویلیرز“ او په وس وخت کې ”ابراهیم ځدراڼ“ ته د ”افغانستان ویراتکوهلي“ ویل کېږي. زه منم چې دا کار د دوی سره د مینې او د دوی د وړتیا په خاطر کېږي؛ خو په اصل کې د دوی د هویت مسخه کولدي.
زما یو ملګری دی، د ژوند په اړه ډېر منفي تصورات لري.هغه ته نور ملګري وایي: ”ته صادق هدایت يې!“ دا بیچاره تر اوسه دومره خرابدی چې په رښتیا هم نه پوهېږي دی څوک دی؟! دې ته ورته ډېرې کیسې به ښایي تاسې هم اوریدلي وي.
دغه هویتي مسخې، شخص د ”هویت بحران“ سره مخ کوي. د هویت مسله د انسان د ژوند ډېره اهمه مسله ده. له یو چا څخه هویتاخیستل، په ژوند د هغه وژل دي.
”ګسلر“ په ټولو کلتورونو کې د ټولو انسانانو لپاره هویت یوه اړتیا بولي او وایي چې دغه هویت له زیږیدو څخه تر مړینې پورې دوام لري.
موږ دوه ډوله هویتونه لرو: فردي هویت او ټولنیز هویت.(ټولنیز هویت هغه شیان په بر کې نیسي چې په کوم کې افراد او ډلې په خپلو ټولنیزواړیکو کې د نورو افرادو او ډلو څخه توپیر پیدا کوي.) که لنډ یې ووایو ټولنیز هویت پر دې پوهېدل دي چې موږ څوک یو او نور څوک دي؟یا دا چې نور خلک د خپل ځان او نورو خلکو (د خپل ځان په ګډون) څخه کوم درک لري؟
بل فردي هویت دی. د ځینو ټولنپوهانو په وینا: ”انفرادي هویت او ټولنیز هویت په کیفیت کې توپیر لري.“ دا پدې مانا ده چې انفرادي هویتفرد ته اشاره کوي او ټولنیز هویت ټولنې ته اشاره کوي. ټولنیز هویت د فردي هویت په پرتله ډېر حقیقي دی او ډېر ځواک او پایښت لري،حتی ویل کېږي چې ټولنیز هویت، فردي هویت تعینوي.
د هویت بحران ټکی په لومړي ځل اريک اريکسون (Erik Erikson) په خپل کتاب کې راوړ. نوموړی ارواپوه عقيده لري چې د هویتجوړښت د يوه کس لپاره د ژوند له مهمو برخو څخه دی. د اريکسون له نظره د خپلواک هویت لرل د نوې ځوانۍ د مهمو څانګو څخه ده. نننۍ نړۍ چې د پخوا په پرتله په ډېرې چټکتيا سره د بدلون په حال کې ده؛ نو د اريکسون له زمانې څخه اوس د هویت بحران زيات رامنځته کېږي او زموږ ټولنه بیا له دې بحران سره ډېره مخ ده.
زموږ د ټولنې یوه ستره بدمرغي دا ده چې د عمر په لحاظ د انسان اړتیا نه پېژني. که ماشوم شوخي کوي، ویروي یې او غواړي چې بایدغلی او خاموش وي. که نوی ځوان شي او ځینې وړې سرکښۍ کوي یا خبره نه اوري، تهدیدوي یې او پوره هڅه کوي چې رام یې کړي. (یو د لوفرۍ او د تماشو سرکښيانې دي چې هغه بدیلونه لري او باید په هغه بدیلو لارو کنټرول شي.) کله چې ځوانۍ ته ورسېږي، بیا همغواړي چې تر مطلق حاکمیت لاندې یې وساتي. په درې واړو مرحلو کې زموږ کورنۍ یا د پیغور او یا د طنز په ډول له خپلو اولادونو هویتاخلي. که یو څوک لنډ قد لري ورته وایي: ته خو هغه ”میږی بدماش“ یې… فلانی یې، دا یې، هغه یې. یا که څوک په درس یا نورو شیانوکې کمزوری وي، ورته ویل کېږي: ”هغه فلانی یې ولاکه توره راته وکړې.“ دغلته د انسان هویتي وضعیت له سرګردانۍ سره مخ کېږي او بیاد ژوند تر پایه له دغې سرګردانۍ نه وځي. د ارواپوهانو په وینا، انسان د هویت په مسله کې څلور ډوله وضعیتونو سره مخ کېږي.
لومړی: يو کس بېلابېل هویتونه څيړي او له هغو څخه د يوه سره همغږی کېږي.
دویم: ضرب الاجل ټاکي، یعنې يو کس هویتونه څيړي؛ خو لا يو هویت ته هم ژمن نه وي.
درېیم: سلب حق منځ ته راځي، یعنې يو کس له څيړنې پرته د بېلابېلو هویتونو څخه يوه ته ژمن کېږي.
څلورم: د هویت سرګرداني پکې منځ ته راځي، یعنې په کس کې نه د هويت بحران شتون لري او نه هم هویت ته ژمنتيا. تر ټولو خطرناکوضعیت یې څلورم دی چې پر انسان یې مهم اغېز، شخص له خپلو وړتیاو ناخبره ساتل دي.
په دې کې مهم عوامل چې ټولنیز هویت مسخه کوي ډله ایزې رسنۍ، ټولنیز جوړښت او داسې نور دي او که چېرته دا عناصر منفي فعالیتوکړي، د هویت بحران رامنځته کېږي. څېړونکي دې پايلې ته رسيدلي دي: ”هغوی چې په مکمل ډول يوه هویت ته ژمن وي، له نورو خلکوسالم او خوشبخته وي. هغه کسان چې د هویت په سرګردانۍ کې دي، د هوساينې احساس نه کوي.“
زموږ په ټولنه کې چې وړتیاوې پټې پاتې کېږي، یوه عمده لامل یې د هویت مسخه ده. تاسې به کله هم نه وي اورېدلي چې چا ویلي وي: ”ګاندي“ د ”هند باچا خان“ دی! یا ”شکسپیر“ د ”برتانیې خوشحال خان“ دی او داسې نور.
د ټولنې د سالم والي یوه مهمه مسله دا ده چې د خلکو هویتونه باید مسخه نه کړو. که یو څوک، په کوم کار کې وړتیا لري، یا هم کمزوریوي، باید ورته ونه ویل شي چې د فلاني په څېر یې. هغه خپله ومنﺉ او مستقل هویت ورکړﺉ چې هغه خپلې وړتیاوې وپېژني او له هویتيسرګردانۍ خلاص شي.
د پښتو شاعرۍ عظیم شاعر رحمت شاه سایل صیب ډېر ښه ویلي دي:
ما محبت د نمایش لپاره نه دی کړی
ماته مجنون غوندې بې رنګه خطاب مه راکوه