مذاکره د انساني اړیکو په جوړولو کې اړینه وسیله ده انسان یو ټولنیز موجود دی او ټولنیز ژوند، اړیکو او د یو بل سره اوسېدلو ته اړتیا لري د دې اړیکو او اوسېدلو علت دا دی چې خپلې ټولې مادي او معنوي اړتیاوي د نسل بقا، د ژوند دوام لپاره پوره کړي دا ژوند د ټولنې له کوچني واحد څخه چې کورنۍ ده پیلېږي او په نړېوال واحد ختمېږي د انسان له پېدايښت سره سم سیاسي،ټولنیزې اړیکې فرهنګي، علمي، صنعتي او داسې نورې اړیکې وي د مذاکرې لپاره بېلابېلې لارې شته خو تاسو باید د مذاکرې له پیل څخه خپل سبک پايلې او مطلوبې لاسته راوړنې معلومې کړﺉ
1: د بریا او ماتې مذاکره، د بریا او ماتې سبک هغه وخت ته ویل کېږي چې لومړۍ خوا د خپلې خوښې پایلې ته ورسېږي او دویمه خوا ماتې و خوري.
2: د ماتې او بریا مذاکره، معنا دا چې دویم لوري خپلو غوښتنو ته رسېږي او لومړی لوری په مذاکره کې ماتې خوري د دویم لوري ټولې اړتیاوې پوره شوې خو د لومړي طرف ټولې اړتیاوې بې ځوابه پاتې شوې دي.
3: د ماتې او ماتې مذاکره په دې حالت کې دواړې خواوې معامله داسې پیلوي چې په پای کې له پیل څخه یو هم خوښ نه وي د مذاکرې په دې سبک کې عمومآ شخړه دښمني او جنګ وي.
4: د مصالحې جوړ جاړي کولو مذاکره مصالحې سبک دی په مصالحه کې دواړه خواوې یو څه لاسته راوړي نو له همدې امله آرام وي خو د هیچا اصلي اړتیاوې په بشپړه توګه نه پوره کېږي یعنې نه دومره خوشحاله وي او نه دومره خفه وي.
5: د معاملې نه کولو مذاکره پینځم سبک د معاملې نه کولو سبک دی په دې سبک کې تاسو او مقابل لوری خپل شرایط غوښتنې او موقعیتونه بیانوﺉ مګر دم مو دې ته پام شي چې تړون ته نشې رسېدای او تاسو دواړه ډېر واټن لرﺉ نو دا پرېکړه کوﺉ چې تړون له منځه يوسي.
6: د بریا بریا مذاکره په ټولو معاملاتو کې ښه مذاکره د بریا بریا مذاکره ده دا هغه څه دي چې تاسو يې په لټه کې وي دواړه خواوې احساس کوي چې ګټونکي دي یو ښه معامله یې پيل کړي ده دوی خپلو ژمنو ته ژمن او خوښ دي او غواړي چې بل ځل له همدې یا دې ته ورته شرایطو سره یو له بل سره معامله یا مذاکره وکړي.