د لیکوالي مهارت!!

لیکوالي یو داسې مهارت دی چې
هر څوک یې نه لري،
مګر کولی شي دغه مهارت په خپل ځان کې راولي، خو څنګه؟
هیڅ یو لیکوال پیدایشي
لیکوال نه دی زیږیدلی،
هڅې یې کړي،
د لیکوالي اصول یې زده کړي،
په خپلو هنري ګوتو یې د قلم نرۍ څوکه
د سپین کاغذ په نرۍ لېکه ایښې او له خپلې ذهني ماڼۍ څخه یې خوږې میوې؛
د قلم په ژبه راټولې کړي او تر نورو یې رسولي.
د لیکوال کېدو لپاره باید خپلې ټولې هڅې دریغ نه کړئ،
هرڅه مؤ چې د ذهن باغچه کې راټوکېدل،
نو د قلم په څوکه یې تر کاغذه رسوئ،
چې دا د لیکوالۍ تر ټول ساده او لومړنی اصل دی.

دا څو ماتې ګوډې کرښې مې د هغو کسانو د ډاډ لپاره وکاږلي چې لیکوال کېدل یې یو ارمان دی،
خو دوي ته داسې معلومېدل چې ګواکې
لیکوالي یو لوی کار دی موږ یې نشو کولی.

نو اوس مو که زما دا ماته ګوډه لېکنه خوښه شوي وي،
نو غواړم تاسې ته راتلونکې کې د لیکوالۍ اصول او هغه څه چې د لیکوال جوړیدو کې مرسته کوي ولیکم.
تاسو په دې اړه خپل نیک نظرونه راته ولیکئ؟

Scroll to Top