۱– په ليکوالۍ کې نن او سبا مه کوئ!
۲– د غږيدو پر ځای، په اثر کار وکړئ.
۳– هڅه مه کوی چې د نړۍ بهترين اثر وليکی او له ماتې هم مه ډاريږي.
۴– سترګې مه تړه؛ ژوند د يو ليکوال له سترګو وګوره.
۵– د ليکلو پر وخت ايډيټ مه کوئ. ددې لپاره چې ليکل مو تحسين يا نقد پرې وکړي؛ ليکل مه دروئ.
۶– عمومي مه غږيږي، له خاصو صفتونو استفاده وکړئ.
۷– نقل مه کوي، و يې ښيي. د اوږدو روايتونو پر ځای له خبرو اترو او پېښو استفاده وکړئ.
۸– له ياده مه باسي چې له تشبيه او تضادونو څخه استفاده وکړئ.
۹– له صفتونو ډيره ګټه مه اخلي. له جانداره فعلونو استفاده وکړئ.
۱۰– له کليشو، توصيفي کلمو او شعارونو څخه ګټه مه اخلئ.
۱۱– په نقطهګزاريو کې ډير افراط مه کوئ.
۱۲– د خپل اثر مضمون له ياده مه باسئ.
۱۳– له ياده مه باسي چې ليکنه مو بايد پيل، منځ او پای ولري.
۱۴– د خپل اثر د اجزاو تر منځ تعادل له ياده مه باسي او حاشيو ته مه ځئ.
۱۵– خپل شخصي حالات مه بيانوي، له لوستونکي سره اړيکه ټينګه کړئ.
۱۶– شخصي يې مه ليکلئ، عمومي يې ليکئ.
۱۷– وعظ مه کوئ، خپل شخصي نظريات مه بيانوي؛ پريږدي چې لوستونکی یې پخپله کشف کړي.
۱۸– فکر مه کوئ چې داستان دروغ دی، د اثارو اساس مو رښتونولي ده.
۱۹– څيړنه له ياده مه باسي خو په استفادې کې يې افراط مه کوئ.
۲۰– له لومړي راوي ډيره ګټه مه اخلي. که غواړي چې اثر مو چاپ شي له دريم راوي څخه استفاده وکړئ.
۲۱– له بيا ليکلو مه داريږئ.
۲۲– اجازه مه ورکوي چې جزئي تشويشونه مه پاذاب کړي.
۲۳– اړتيا نشته چې ټول دې ستاسو د اثر مخاطب ووسي.
۲۴– د خپل مېرمنې، ملګري، کورنۍ او لارویانو انتقادونو ته غوږ مه ږدئ.
۲۵– په دې پسې مه ګرځي چې استعداد لري او کنه.
۲۶– د «په يوې شپې ميليونر کېدو» خوب مه ويني، حداقل لس کاله په کار دي چې په يوه شپه کې بريالي شي.
۲۷– ډارونکی ناول مو تفريحي مجلو ته مه ليږي، وګورئ چې اثر مو بايد د چاپ لپاره چېرې وليږي.
۲۸– مايوسه کيږي مه.