د عربي ژبې ورځ؛ د مینې ۱۲ نومونه / سیال یوسفي سیال یوسفي

عربي ژبه د نړۍ له هغو ژبو ده چې ډېره رومانيټکه ګڼل کېږي. په دغه ژبه کې د مینې لپاره تر لسو زیات بېلابېل ټکي شته، چې هر یو یې د مینې د بېلابېلو پړاوونو څرګندونه کوي.

د عربي ژبې د ورځې په مناسبت لاندې پر هغو ۱۲ کلماتو او ټکو تم کیږو چې د مینې د اظهار مانا او مفهوم وړاندې کوي.

۱- (حبيبي/حبيبتي)

په عربي کې “حبيبي” نارینه او “حبيبتي” ښځینه ته منسوبیږي، چې مانا یې “زما مینه” ده. دا د عربانو تر ټولو عامه مینه ناکه کلمه ده، چې د ملګرو، کورنۍ، او ان ځینې وختونه د ناپېژاندو کسانو لپاره هم کارول کېږي.

۲- (روحي)

“روحي” “زما روح”، مانا ورکوي او دا هغه چا ته ویل کېږي چې د ژوند تر پایه له یو بل سزه  بې‌پايه مینه کوي. یا “هم‌روحه” ګڼل کیږي.

۳- (حياتي)

“حياتي” یوه بله ښکلی کلمه ده چې مانا یې “زما ژوند” ده. هغه څوک چې دا کلمه ورته کارېږي، ځانګړی یا ډېر ګران وي. دا د انګریزۍ “darling”، “sweetheart” یا “love” سره برابره ده.

۴- (عيني)

“عيني” “زما سترګې” مانا ورکوي. په عربي کلتور کې سترګې د خزانو په څېر ارزښت لري. نو کله چې څوک “عيني” وبلئ، دا ددې مانا ورکوي چې تاسو هغوی تل خپلې خزانې ګڼئ یا یې د خزانې په څېر ساتئ.

۵- (قلبي)

د مینې نړۍواله نښه زړه دی. له همدې امله، “قلبي” یا “زما زړه” بلل د مینې ښکلی ډول دی. ځکه چې زړه ستاسو ژوند او مینه ده، چې بې له دې ژوند امکان نه لري.

۶- (ما أطيبَك /ما أطيبِك)

دا جمله په انګریزۍ کې د “?How cute are you” برابر ده. کله چې څوک داسې څه وکړي چې تاسو ته ښکلی ښکاري، نو “ما أطيبك” نارینه ته او “ما أطيبكِ” ښځینه ته کارول کېږي.

۷- (حلمت بك/ حلمت بك)

کله چې په چا میین یاست، دا عادي خبره ده چې و وایئ د هغوی په اړه خوب وینئ. “Bahlam feek” نارینه ته او “Bahlam feeki” ښځینه ته ویل کېږي، چې مانا یې “ستا خوبونه وینم” یا “ته زما په خوب کې یې”.

۸- (يا قمر)

یو څوک له سپوږمۍ سره پرتله کول په عربي ژبه کې د مینې د ښکاره کولو تر ټولو روماني طریقه ده. سپوږمۍ د تیاره شپې روښانه رڼا ده. “يا قمر” مانا دا چې “یه سپوږمۍ” او دا هم په عربۍ کې د مینې څرګندولو ښکلی ډول دی. دا کلمه زموږ په پښتو کې هم په ورته مفهوم کې ډېره مشهوره ده.

۹- (عُمري)

عربان د “زما ژوند” ویلو لپاره یوازې یو ټکی نه کاروي، د نورو ترڅنګ “عمري” هم ورته وايي، چې هم د “زما ژوند” او هم د “زما ګران” مانا لري.

۱۰- (تقبرني)

په لفظي توګه یې مانا دا ده چې “زه دې خښ کړم” یا “ته ما خښوې”. دا جمله هغه چا ته ویل کېږي چې نه غواړئ د هغوی پرته ژوند وکړئ، له تګ سره یې مرئ.

۱۱- (وحشتيني)

“وحشتيني” په دې مانا چې “ته مې ډېر یادیږې”. دا یوه مشهوره جمله ده چې مصریان یې د خپل محبوب سره د فراق پر مهال د احساس څرګندولو لپاره کاروي، دا هم د عربۍ تر ټولو ښکلې مینه ناکه او روماني کلمه یا ترکیب دی چې شاعرۍ کې هم ښه ډېر کاریږي.

۱۲- (أنا بحبَك/ بحبِك)

د مینې څرګندولو ساده او مستقیمه لار دا ده چې ووایئ “أنا بحبك” نارینه ته او “أنا بحبكِ” ښځینه ته، چې مانا یې ده “زه تا سره مینه لرم”.

عربي د صنایعو ، ادبي جوړښتونو، بیان، کلماتو، مترادفاتو او تشبهاتو له پلوه په ټولو برخو کې بډایه ژبه ده.

اخیستنه ؛ بیت الفن

Scroll to Top