اوبه او قهوه:
عثمانیانو به د مېلمه پهٔ راتلو هغه ته یوه د قهوې پیاله او یو ګیلاس اوبه راوړې. مېلمه به چې د اوبو ګیلاس لهٔ قهوې مخکې وڅښه، کوربه به پوهېده چې مېلمه وږی دی. که به یې د قهوې پیاله لهٔ اوبو مخکې واخیسته، نو فکر به کېده چې مېلمه تږی دی.
سور او ژیړ ګلونه:
که به پهٔ کوم کور کې ناروغ ؤ، د هغې کور مخې ته به یې ژیړ ګلونه اېښودل. ګاونډویان او لارویان به لهٔ دې وجې چې ناروغ ته مزاحمت ونهٔ شي، د دې کور لهٔ مخې ارام او غلې تېرېدل.
که به د کوم کور مخې ته سور ګل ولیدل شو، مانا به یې دا وه چې پهٔ دې کور کې یوه جینۍ د بلوغ او نکاح حد ته رسېدلې ده، او کولی شئ د هغې غوښتلو ته جرګه ور ولېږئ.
د دروازې ځنځیرونه:
پهٔ عثماني دوره کې د کورونو پهٔ دروازو کې دوه ځنځیرونه وو، کوچنی او لوی!
که به د دروازې کوچنی ځنځیر وهل کېده، دوی پوهېدل چې د دروازې شاته ښځه ولاړه ده، د کور مشره ښځه به د هغې استقبال ته تر دروازې وته.
مګر د لوی ځنځیر پهٔ شرنګېدو به بیا د کور سړی د دروازې خلاصولو ته واتهٔ.
صدقه:
د عثماني دور شتمنو کسانو به بې لهٔ دې چې د بې وزلو کسانو احساسات کم راولي، د هغوی سره صدقه کوله. دوی به د ښار مختلفو دوکانونو ته ورتلل، لهٔ دوکاندارانو به یې د قرضو کتابچې غوښتې او د ټولو بې وزلو کسانو پورونه به یې اداء کول. بې وزله کسان به پهٔ دې ډول لهٔ ټولو پورونو خلاصېدل!
عمر ۶۳ کاله:
د عثماني امپراتورۍ پهٔ وخت کې به چې لهٔ مشرانو د هغوی د عمر پهٔ اړه پوښتنه وشوه، نو که به د چا عمر لهٔ ۶۳ کلنو ډېر ؤ، دوی به یې پهٔ ویلو شرمېدل چې څنګه لهٔ پیغمبر ص څخه ځانونه مشران وښایي، د اسلام د خوږ پېغمبر نبي کریم ص د عظمت او احترام مقام ته پهٔ کتو به یې ځواب ورکولو:
«بس بچیه! لهٔ حده ور تېر یو.»