کله به مو پام کړی وي، ډېر خلک د شپې د خوب په بسترې کې لوړې هیلې، لوړ خیالونه او لوړ الوت کوي، ځان د يو برحاله فلمي ادأ کار په عینکو کې ویني. ځینې چې ډېر خواشیني هم اوسي، د خپلې خواشينۍ په اړه تر زړه خوړلو وروسته، د یوې حللارې په موندلو ځان ته قناعت ورکوي او په همدې پلمه په خوب ځي.
پوښتنه دلته راولاړېږي چې هغه خیالانګېرنې، هیلې، ځان باوري او یا هم هغه پلمهییزې حللارې چې مو د ستونزو د حل لپاره په ذهن کې جوړې کرې وي، د ورځې لهخوا څه کېږي!؟
زما په آند هغه ټول د تل په څېر د خپلې لټۍ او په ځان د باور نهلرلو له وجې هېروو، ناشوني یې بولو او بېرته د عادي کارونو په بوختېدو، هغه (نوي) خیالونه او حللارې مو هېروو. نو پایله یې څه وي؟
پایله به یې همدا څرخ (ورځنۍ بوختیاوې، له ستونزو سره مخ کېدل، د شپې لخوا بیا خیالانګېرنې، د ستونزو پههکله زړه خوړل، نوي حللارې موندل، سبا یې بیا هېرول، بیا ورځنۍ بوختیاوې او…) وي؛ خو په دې څرخ به تر کله روان اوسو، ولې ترې د وتلو اراده نهکوو!؟
که د هماغو انګېرلي خیالونو او حللارو د راڅپړلو او موندلو په لټه کې شو، عمل پرې وکړو، لرې به نهوي چې له یاد څرخه بهر شو او د بریاليو انسانانو په کتار کې راشو او د یو نوي هوسا ژوند درلودونکي اوسو.
مه هېروئ!
«د عادي او بریاليو وګړو ترمنځ توپیر دا دی چې عادي وګړي د شپې لخوا یواځې د خپلو هیلو په اړه فکرونه کوي او د ورځې یې په پام کې نهوي، مګر بريالي وګړي مخکې له خوله د سبا لپاره برنامې جوړوي، په سبا یې لاس په کار کېږي او بریاوو ته ځان ورو ورو ورنږدې کوي». دا تاسو یاستئ چې مو د ژوند څرنګوالی ټاکئ.