د پروژې مدیریت ته یوه کتنه:
که چیرې یو ویوکی وکولای شي د پروژې د مدیریت تعریف وکړي، هغه د (مسئولیت) ویوکی دی. د پروژې مدیر د هغه څه مسئول دی چې د پروژې په ترڅ کې پېښېږې، دا په دې مانا نده چې پروژه کې هر کار باید مدیر وکولی شي او یا وکړي، دا پدې مانا هم نده چې د پروژې مدیر د هر څه عام او تام مسئولیت لري، مګر د هغه کسانو چې د پروژې په کارې ټیم او هغه مواردو (خنډونو) چې د پروژې د بشپړتیا لپاره موجود او وړاندوېنه یې شوې وي مسئول ګڼل کیږي. که چېرې تاسو ته دغه خبره د یو مناسب مسئولیت په توګه انځور شوي وي، نو تاسو پوه شوي یۍ چې د پروژې مدیر یعنې څه. د زیاترو خلکو دا خبره د ډېرې خوشحالۍ سبب ګرځي، ځکه د زیاتو مسئوولیتونو سره سره موفق مدیر په بیلابیلو لارو تشویق او هڅول کېږي.
د بریالي مدیر لاسته راوړنې:
د بریالي مدیر لپاره ډېرې لاسته راوړنې او د هڅونې مختلفې لارې شته چې ځینې یې دلته تاسو سره شریکوو:
1: د پروژې د بشپړتیا لپاره د ټولو اړوند ادارو او افرادو څخه د یو بریالي کاري ټیم جوړول چې پروژه په پوره بریا د خپل وخت او ټاکلي بودېجې سره بشپړه کړي.
2: د کارې ټیم د غړو سره مرسته، تر څو هر یو په خپل ځای خپل کارونه په پوره مهارت سره ترسره کړي، چې د پروژې د بریالیتوب څرګندوی دی.
3: خپلې کمپنۍ ته د نغدو پیسو پریمانه راتګ او زیاتوالی.
4: د خپلو مشتریانو رضایت او خوښي.
5: د خپل پخواني مشتري څخه نوې پروژې تر لاسه کول.
6: ستاسو بریالی مدیریت ستاسو لپاره د ښې دندې د پېدا کېدو او ګمارلو چانس لوړوي.
ښه مدیریت یو له هغو کمو وړتیاو څخه دی چې نږدې هره کمپنۍ ورته اړتیا لري، او په جرآت سره ویلی شم چې بریالی مدیر روښانه راتلونکی لري.
د پروژې د مدیر مسئولیتونه:
ددې لپاره چې یو غښتلی او وړ ساختماني مدیر شئ، تاسو زیات معلوماتې پانګې او د بیلابیلو برخو معلوماتو ته اړتیا لرئ، ولې هغه څه چې ستاسو دغه تشویش له منځه وړي دا دی چې تاسو اړ نه یی په ټولو برخو کې پوره علم او تجربه ولرئ؛ که تاسو یوازې د انجینرۍ او یا هم د ساختمان په برخه کې تجربه ولرئ همدا بس دی.
د انجینرۍ یا دوانېزو چارو یوه پروژه شاید د لاندې څانګو څخه زیاتره څانګې په خپل لمن کې ولري.
۱: بریښنا
۲: میخانیک
۳: پروسې
۴: مهندسي
۵: سیول
۶: د قیمت اټکل
۷: مالي محاسبه
۸: خرید، پير
۹: د پروژې حقوقي چارې
۱۰: بیمه/ د ریسک مدیریت
۱۱: د کمپيوټر په مرسته ډیزین
د پروژې د مدیر دنده دا ده چې د تخنیکي، او مالي برخو او د کاري مهالوېش غوښتنې په داسې توګه منظمې پر مخ بوزې چې پروژه پر وخت او د ټاکلې بودېجې سره سمه بشپړه شي.