روحي فشار د ټولو ناخوالو او ټولنيزو ګډوډيو د رامنځته کيدو جرړه ده. که يو څوک خدای مه کړه په روحي ستړيا اموخته وي، دی د ملګرو،کاروبار،کورنۍ آن اولادونه او ميرمن…په غضب اموخته وي. او تل د ځان او نورو په اړه منفي ليدلوری لري او له نااميدی سره مخ وي. په دې لیکنه کې اتهه هغه لارې چارې په ګوته کوو چې د روحي فشار او ستړياوو په له منځه وړلو کې درسره مرسته کولای شي.
– په ټولنيز ژوند، او ملګرو سره په سادهګي غوره کړئ،ځان غوښتنه او ځان ستاينه مه کوئ!
– په همدا اوس کې ژوند وکړئ!
– مننه او قدرداني تمرين کړئ!
– په خپلو افکارو برلاسي ولرئ کوم چې تاسو خپل تير وخت ته کشوي/ټيل وهي!
– د راتلونکي او تېر وخت په اړه مه انديښمن کېږئ!
– له “نه” ويلو سره ځان هوسا ښکاره کول تمرين کړئ!
– دا چې نور مو په اړه څه ډول فکر کوي تاسو يې په کيسه کې مه کېږئ!
– يو څه غوره ترسره کړئ، ځان ارامه کړئ او د ځان پوره ښودلو مخنيوی وکړئ!