جګړه چا منځته راوړې ده؟
د جګړې بنسټګر څوک دي؟
د خاوریني کرې پرمخ به کله ارامي راسي؟
د نړۍ پرمخ نړیوالو سازمانونو او بنسټونه ولي په جګړه ختمولو ناکام دي؟
جګړه د دې نړۍ تر ټولو بد نوم دی، جنګ د ځینو نیمګړو عناصرو زیږنده دی، چي د دغو عناصرو په لمنځه وړلو سره به د جګړې ټغر د ځمکي له مخه ټول سي.
ــ بغض، کینه، کرکه، خودخواهي، دوه مخیتوب او د خپلو ګټو لپاره د بل کور ته اور لګول او نور د جګړې عناصر دي.
انسان فطرتاً سوله خوښوونکی موجود دی، ځکه سوله په اصل کي د ښکلا او رڼا او جګړه د بدرنګۍ او تیارې په مانا ده، هیڅ انسان هم له ښکلا او رڼا کرکه او له بدرنګۍ او تیارې سره مینه نلري.
تاسو شمېرنې (احصایې) وګورئ، چې په نړۍ کې د وسله جوړونې لویې او کوچنۍ کارخونې، هر ورځ څومره درنې او سپکې ګولۍ (مرمۍ) جوړوي؟
د دې هرې یوې ګولۍ لپاره لږ تر لږه دوه کسان په کار دي، چې یو یې ډز وکړي او په بل ولګیږي.
دا دواړه باید یو بل ته مخامخ ودرول شي. پارَوَنه (انګېزه) په کار ده، چې دواړه غوسه کړي.
داسې پارونې ته ارزښتونه، دینونه، باورونه، او حریمونه په کار دي، چې تر پښو لاندې سي.
د سیاسي لېونتوب غرور او د عُقدو زېږون په کار دی، چې د جګړې پرېکړه اوسي او…
نن سبا همدې کار و بار ته سیاست ووايي سي او د پرمختللې پانګوالې نړۍ حکومتونه پر همدغه کاروبار لګیا دي، د وروسته پاتې درېیمې نړۍ جهالت ورسره مرسته کوي ترڅو دوی خپل ارمان ته ورسیږي.
په نړۍ کې ټول هغه خلک چې جګړې کوي، د وسلو د کمپنیو همدغه ارمان لیوني کړي دي. نړیوال سازمانونه، بنسټونه او لوی حکومتونه د د غو کمپنیو مرییان دي. پخوا وسلې د جګړو لپاره جوړېدلې. خو موډېرن بنیادم جګړې د وسلو پلورلو لپاره راپنځوي.
بشریت همدومره پرمختګ کړی دی.
د دې هرڅه باوجود داچي انسان د ځمکي پرمخ د خالق تعالی استازی دی او هري ستونزي ته حللاره پیداکول، د ځان او خپلو همنوع (انسانانو)، ټولو موجوداتو او طبیعت ژغورل د همدغه انسان دنده جوړیږي.
نو په همدې اساس د ځمکي پرمخ د دې روانې ناوړه پدېدې د ختمولو لپاره حللاره منځته راوړل د انسان دنده ده، ما د یو کمزوري او ناتوانه انسان په حیث د خپلي ماتي، نیمګړي او ناچیزه پوهي په مټ دغه لاري وړاندي کړي دي.
د اوسـنۍ نړۍ هیوادونو او حالاتو ته په کتو د دې نړۍ د ژغـورلـو او د جګړې د مخنیوي لپاره دوه لاري شتون لري.
¹ ــ د ریښـتینو، حقیقي، صلاحیت لرونکو او سپیڅلو سیاسـي بنسټونو رامنځته کول.
ترڅو د نړۍ د شته هیوادونو ترمنځ د سیاسي، اقتصادي، ټولنیزو، فرهنګي او علمي ارزښتونو ننګه وکړي.
² ــ د همدې بنسټونو لپاره د غوره، با تدبیره، نوښتګرو، بي طرفه، سپیڅلو، ریښتینو، با وقاره او باصلاحیته رهبرانو ټاکل ترڅو د هیوادونو ترمنځ د طبیعي او غیري طبیعي ګټو ویش، کنترول، د کړاؤنو او زیانونو مدیریت او قناعت رامنځته کړای سـي.