د ایفون ۱۳ تولید ولې له ګواښ سره مخ دی؟

د سه شنبې په ورځ د ونډو په بازار کې د ایپل شرکت د ونډو بیه ۱٫۲ فیصده ولوېدله.

لامل یې دا دی و چې په نړۍ کې د کمپویټر چېپ د کمښت له امله دا وېره پيدا شوه چې د ایفون ۱۳ تولید به پر خپل ټاکلي اندازه مخ ته لاړ نه شي.

د ایفون ۱۳ د بیو او ځانګړنو په اړه دلته ولولئ

د اپل شرکت اعلان کړی و چې د ۲۰۲۱ کال تر وروستیو به ۹۰ میلیونه ایفون موبایلونه تولیدوي، خو اوس دې شرکت خپلو شریکانو ته ویلي چې دغه تولید ښايي تر ټاکلي هدفه ۱۰ میلیونه کم شي.

د ټکنالوجۍ اړوند نور خبرونه 

کمپیوټر چېپ یا Semiconductors هغه کوچنۍ برښنایي وسیلي دې چې څو برښنایي وسیلې په کې یوځای کې په یوه کوچني چېپ کې کار کوي. دغه وسیله نه یوازې په موبایلونو بلکې په موټرو، ځيرکو برښنایي وسایلو او ویډیوګېمونو کې هم کارېږي.

What's behind the semiconductor shortage and how long could it last?

د اپل شرکت په جولایي میاشت کې خپلو پانګونو ته خبر ورکړی و چې د چېپونو د کمي له امله د ایفون ۱۳ تولید له ځنډ سره مخ کېدلای شي.

Scroll to Top