د ایفون په اعلان کې ولې تل ۹:۴۱ بجې وي؟

ایا ستاسې پام شوی چې د ایپل شرکت د ټولو تولیداتو په تبلیغاتي اعلانونو  کې ساعت ۹:۴۱ وي؟

دې ته شاید د ډېرو لږ خلکو پام شوی وي، خو دا وخت تصادفي نه دی، بلکې پخپله د اپل شرکت له لوري شوې پرېکړه ده؟

د ایپل شرکت پخواني لوړپوړې کارمند سکاټ فورټسل په وینا دا وخت ۹:۴۱ د ایپل شرکت د یوه یادګار په توګه ساتل شوې ده.

په ۲۰۰۷ کال کې چې کله سټيو جابز په لومړي ځل د ایفون د ایپل شرکت درې تولیدات معرفي کول، نو شاته سکرین کې یې د ۹:۴۲ وختوښودل شو او همدا وخت په ټولو ساعتونو کې هم و.

وروسته بیا په ۲۰۱۰ کې، په ایپډ کې دا وخت ۹:۴۱ دقیقې شو او له هغې وروسته اوس په ټولو ایفونونو او نورو تولیداتو کې د اعلان پروخت ساعت ۹:۴۱ وي.

Scroll to Top