د ایران د بهرنیو چارو وزارت سرپرست: امریکا دې د افغانستان کنګل شوې پیسې آزادې کړي

د ایران د بهرنیو چارو سرپرست وزیر علي باقر کاني له متحده ایالاتو غوښتي چې د افغانستان کنل شوې پيسې دې آزادې کړي. نوموړي دا غوښتنه د افغانستان لپاره «د تماس ډلې» په ناسته کړې چې په تهران کې د ایران په کوربه‌توب ترسره شوې ده.

هغه ویلي ۳ کاله کېږي چې د متحده ایالاتو پوځونه له افغانستانه وتلي، خو دا هیواد لا هم له لویو اقتصادي او پراختیایي ستونزو سره مخ دی.

کاني ویلي د افغانستان اوسني حکومت ځینې ستونزې حل کړي، خو د پیسو کنګل کېدو د نورو چارو مخه نیولې ده.

له ناستې وروسته افغانستان لپاره د ایران ځانګړي استازي او سفیر حسن کاظمي قمي په یوه کنفرانس کې ټینګار کړی چې د افغانستان مسایل دې د سیمه‌يیز ډيالوګ او همکارۍ له لارې حل شي.

د یادونې وړ ده چې د طالبانو استازي په یاده ناسته کې ګډون نه و کړی، که څه هم ویلي یې وو چې بلنه ورکول شوې ده.

د افغانستان نږدې ۱۰ میلیارده ډالر سرمایه پر کابل د طالبانو له واکمنېدو وروسته د متحده ایالاتو له لوري کنګل شوه چې وروسته یې یوه برخه د سویس په یوه بانک کې د افغانستان لپاره په یوه صندوق کې امانتي کېښودل شوه.

د یادونې وړ ده چې نوموړې پیسې له هغه وخته راجمع شوي چې د افغانستان د معاصر اقتصاد بنسټګر عبدالمجید زابلي متحده ایالاتو ته د قرقل صادرات وکړل او بیا یې پیسې د نیویارک په بانک کې کېښودلې چې اوس یې ارزښت څو چنده لوړ شوی دی.

 

 

 

 

Scroll to Top