د انلاین کورسونو ګټې او فرصتونه / قیام صدیقي

Qeyam Seddiqui

انلاین کورسونه د زده کړې او مهارتونو د پراختیا لپاره یو غوره فرصت دی چې تاسې ورته په ډېرې اسانۍ له کوره لاسرسی پیدا کولی شئ. ددې ډول کورسونو یوه ښېګڼه داده چې د وخت او ځای محدودیت نلري. هر وخت چې مو زړه وغوښتل له هره ځایه خپل درسونه تعقیبولی شئ. بله ښېګڼه یې داده چې ارزانه دي. یعنې د دودیزو صنفي زده کړو غوندې د تګ راتګ، اوسیدو او نور مصارف نلري. همدارنګه تاسې ډېری داسې کورسونه چې په مکمل ډول فري دي، موندلی شئ.

هغه مشهور ادرسونه چې په ښه کیفیت درسونه لري او د هر مسلک مطابق کورسونه او درسونه لري په لاندي ډول دي.

 

اول : ایډیکس (Edx.org) چې یو نړیوال او مشهور پلټ فورم دی او اکثره مشهور پوهنتونه خپل کورسونه دلته ایږدي او مینه وال یې په اسانۍ دلته موندلی شي. دې پلټ فورم کې په دې شکل اکاونټ جوړ او کورسونه وپلټئ.

 

 په  ایډیکس کې د کورسونو د ثبت نام د لارښونې ویډیو

 

دویم: کورس ایرا (courseera.com) دا یو بل مشهور او ډېر پیژندل شوی پلټ فورم دی چې زیاتره افغانان هم ورسره اشنایي لري. دې ادرس کې تاسو هر ډول کورس په اسانۍ سره موندلی او تعقیبولی شئ. ددې ادرس هر کورس تعقیب وړیا دی خو د سرټیفیکیټ لپاره تاسو دوه لاري لرئ: اول دا چې د کورس تر تکمیل کیدلو ورسته ورته په انلاین بڼه ۵۰ ډالر ولېږئ او خپل سند مو تر لاسه کړئ او دویم دا چې د مالي مرستي درخواست ورته وکړئ چې په هغه کې ورته د خپل مالي وضعیت په اړه لیکئ او دوی هم ددو اونیو په ترځ کې تاسو ته ځواب وایي. البته د یادولو ده چې افغانانو ته معمولا مثبت ځواب وايي او ۵۰ ډالره ورته معاف کوي دا چې څنکه درخواست وکړئ په دې ویډیو کې یي کتلی شي.

 

کورس ایرا په کورسونو کې د ثبت نام د لارښونې ویډیو په دې لینک کې کتلی شئ!

 

 

 دریم : یوډمي ( Udemy ) چې شاید تاسو به یي له نوم سره اشنا یاست هغه پلټ فورم دي چې د هر مسلک او برخي ډیر ساده او اسانه کورسونه وړاندې کوي. دې ادرس د درسونو د اسانتیا او د ویډیو ګانو او لکچرونو د کیفیت له وجې ښه شهرت موندلی دی. معمولا د کورسونو قیمتونه یې هم ټیټ دي او افراد هم کولی شي کورس جوړ او دلته خرڅلاو ته وړاندې کړي. کورسونه یې اکثره په پیسو دي ولي ځيني یي په ډیر نازل قیمت او حتي مفت هم پیدا کیږي.

دې لنډه ویډيو کې د یوډمي څخه د استفادي په اړه لارښوونه موجوده ده.

 

څلورم: (Great Learning) هم د انلاین زده کړو پلاټفورم دی چې زده کوونکو ته وړیا کورسونه وړاندې کوي ترڅو د مسلکي مهارتونو په پراختیا کې مرسته وکړي. دا کورسونه مختلف موضوعات پوښي لکه پروژې مدیریت، ډیجیټل بازارموندنه، ډاټا ساینس، او نور. دلته تاسې کولای شئ د ویډیوګانو، اساینمنټونو، او ازموینو له لارې زده کړه وکړي او په پای کې د بشپړولو سند ترلاسه کړي. همدارنګه  Great Learning کې تاسې بیخي ډېر مفت کورسونه موندلی شئ چې همدا نن ما یو فري کورس تکمیل کړ او سند مې ترلاسه کړ.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*