دومره ښکلي موټر ولې کباړل شول؟

په ټولنیزو رسنیو کې د ښایسته موټرو عکسونه خپاره شوي چې یو لوی سکواټر یې لاندې کوي او له منځه یې وړي.

په اول ځل لیدو یې د انسان سترګې نه مني چې دومره لوی ظلم اخر ولې وشي؟

خو دا هیواد فلپین دی او د دې هیواد ولسمشر د دې ښاېسته موټر د کباړولو امر ورکړی دی.

ولې؟

دا ځکه چې دا ښاېسته او قیمتي موټر فلپین هیواد ته په قاچاقي ډول وړل شوي وو، د هغه هیواد ګمرک نیولي، له دې بله هېڅ لار یې نهدرلودله چې دغه موټران کباړ شي.

د فلپین حکومت وايي دا کار یې په دې خاطر هم کړی چې قاچاقبرو ته یو درس شي او بل ځل داسې کار ونه کړي.

Scroll to Top