خاورې شه_ صفیه کوچۍ

په ژوند کې یو ځل خاورې کېدل هم و آزمویئ!

ای انسانه هغه ورځ دې په یاد ده؛ کله چې تا دې نړۍ ته سترګې وغړولې ، ته څومره په چیغو او اوښکو ډکو سترگو راغلې؟ ځکه تهپوهېدلې چې دا نړۍ د کړاوونو،رنځونو او غمونو ډک کور دئ؛ اوس دې همدې نړۍ ته سینه سپرکړه، هر څه باید په پټو سترگو ومنې اوژوند چې څرنګه ده هماغسې یې ومنه. دا نړۍ هغه لوی کور دئ چې خوندونه یې کم ستونزې یې ډیرې دي؛ ته به تل ورسره لاس په گریوانوې، دا هم ومنه چې خان،پادشاه ، غریب ، مالدار ، هوښیار، لیونی یو هم ددې  دنیا له غمه خوندي ندي پاتې!

رسول الله فرمايي: >>الدُّنْيَا سِجْنُ المُؤْمِنِ وجنَّةُ الكَافِرِ<<

ژباړه : دا نړۍ د مؤمن لپاره زندان او د کافر لپاره جنت دئ

دا د الله تعالی قدرت او اراده  ده چې هر څه یې په دوو مختلف حالتونو سره خلق کړي لکه: دوه فکرونه، خیر او شر، سپین او تور.. اوهمداسې یې ته ددې نړۍ پر وړاندې یو تضاد پیدا کړی یې.اوس خوښه ستا ده چې د دې ډگر ګټونکی کیږې او که په مړو سترگو او ټیټسر یې بایلې! هېڅکله دا مه هېروه چې خدای هر څه ته یو سبب او وسیله پیدا کړې ده؛هرې ستونزې ته حل لاره، هر مرض ته دارو اوهر بحران ته یې د حل لاره پیدا کړې ده ، قفل د قفل لپارهجوړ شوی دئ ؛ خلاصېدو ته یې کلۍ شته ، په ژوند کې ډېرې ستونزې شته اوتر ټولو ښه حل لاره یې سینه سپر کول دي!

ای انسانه ته پوهېږې !  خدای چې کله ته پیدا کړې ستا د دښمن (شیطان) سره یې شرط کېښود چې دا زما مخلوق دئ او زه یې پهخپله ساتنه کوم او هېڅکله یې په یواځې ځان سرو سکروټو او اور ته نه ورکوم! خو دا ته وې ای انسانه چې د خدای لاس د پرېښود او دشیطان لمنه دې ونیوه؛څومره یې په ازغیو کې کش کړې،لاس او پښې یې درته تنړاکې کړي،سترگې یې درته ړندې کړې،خوله یې درته دنړۍ له مردارو خټو ډکه کړهخو تا یې بیا هم لمن پرېنښوده.

ای انسانه نور په ستړی شوی وې؛ تر دې زیات ځان مه سپکوه! راشه او د هغه بادار لاس بیرته ونیسه چې د مور نه هم مهربان او زړهسوانده دئ! غیږیې د مور له غیږې هم نرمه او ښکلی بوی لري، تکیه یې هېڅکله نه نړیږي ،وعدې یې نه خلاف کیږي، سور اور درتهسړوي، ستا نه مخکې قدم ږدي تر څو ژوبل نشې او لاره خطا نکړې؛ نور د سترگې خلاصې کړه او دا لویې لویې مهربانۍ یۍ وګوره او وآزمویه.

که نېکمرغه ژوند غواړې: په ټول وجود الله ته ځان تسلیم کړه؛ د هغه پر وړاندې ځان مړاو بېواکه ونیسه، پرېږده چې الله دې په خپلعیسایي دم سره بیرته ژوندی کړي. یو ځل خاورې شه چې ستا په تن او روح کې رنگارنگ گلونه وغوړیږي؛ دومرہ کلونه کاڼی وې هېڅ گټهدې ونه کړہ، یو ځل خاورې کیدل هم و آزمویه.

پای!

Scroll to Top