-
- تر ټولو کمزوری انسان هغه دی چې ملګری یې نه وي
- د مور او پلار خوشحالي دنیا کې د شتمنۍ او آخرت کې د نجات لامل کېږي.
- له ګناه توبه کول ښه دي، خو له ګناه ځان ساتل ډېر ښه دي.
- هره پېښه چې کېږي هغه نږدې ده، خو مرګ تر هغې هم نږدې دی.
- له سړیو شرم ښه دی، خو له ښځو شرم ډېر ښه دي.
- پاک نفسه انسان چې خپله ستاینه اوري، شرمېږي.
- د ځوانۍ ګناه بده ده، خو د بوډاتوب بدتره ده.
- د شتمن صدقه ښه ده، خو د غریب ډېره ښه ده.
- علم د پېغمبرانو میراث دی او شتمني د فرعون او قارون میراث دی.
- زړه مړ دی، خو په علم را ژوندی کېږي.
- علم مړ دی، خو په طلب (غوښتلو) ژوندی کېږي.
- څوک چې د الله کارونو ته مخه کړي، الله د هغه کارونو ته مخه کړي.
- بدبخته انسان هغه دی چې پخپله مړ شي او ګناه یې ژوندۍ وي.
- د ستونزو جرړه د انسانانو خبرې دي.
- له بدو خبرو یوازیتوب ښه دی او له یوازیتوبه د علماو مجلس ښه دی.
- د هر شي ثواب په اندازه دی، خو د صبر ثواب بې اندازې دی.
- څوک چې یوازې ګیلې او شکایتونه نه کوي، هغه خوندور ژوند ته رسېږي.
- څوک چې د ژړا زور نه لري، په ژړېدونکو دې رحم وکړي.
- له خلکو تکلیف لرې کول او خپله یې اخیستل لوی سخاوت دی.
- شهوت له پاچا، غلام جوړوي.
- ښه انسان چې عالم شي خاکسار شي او بد انسان چې عالم شي مغرور شي.
- اخلاص دا دی چې د عمل بدله ونه غوښتل شي.