تېر کال په نړیوالو لوبو کې د شاهین آفریدي د افغانستان د ملي ټیم له لوبغاړي حضرت الله ځاځي سره خوله ووهله. په هغه لوبه کې حضرت الله ځاځي لویه حوصله وښودله او شاهین افریدی یې پوه کړ چې ماسره د خبرو لا نه یې.
د هغه لوبې خاطرې لا نه دي هېرې شوي چې همدې جنګېرک شاهین افریدي بېګا شپه د پاکستان سوپر لیګ په سیالیو کې خپل مشر لوبغاړي سره نښته کړې ده.
بېګا چې شاهین افریدي بال وکړ، بال بونسر شو او سرفراز احمد په هلمټ ولګېده، خو امپایر د خپلې تسلۍ لپاره ډاکټر (فزیو را وغوښت). په دې وخت کې شاهین افریدي له سرفراز سره خوله ووهله چې وروسته بیا لوبغاړي ترمنځ شول او هر یو یې خپلې لوبې ته متوجه کړ.
شاهین افریدی په نړیوالو میدانونو لوبېږي، خو دې جګړو او لنډپارۍ ته یې په کتو لا هم داسې برېښي چې ماشومتوب په کې پاتې دی او د پاخي لوبغاړي جوړېدو پورې ډېر وخت ته اړتیا لري.