جلغوزي Chilgoza (Pine nuts) له روماني امپراطوري را په دېد خوراکي دانو په ډول کارول کيږي. 100 g جلغوزي په خپل ترکيب کې 673 Kcal انرژي، 13.69 g پروټيڼ، 13 g کاربوهايدريټونه، په زیاته اندازه شحمیات، د E او K ويټامينونه، د فاسفورس، پوتاشیم، او مګنيزيم په شمول زیاته اندازه منرالونه، او فایبر لري. د ښه خوند او او غذائي ګټورتيا له امله په داخلي او نړيوالو بازاونو کې ورته زیاته تقاضا موجوده دی.
افغانستان هم په نړۍ کې د جلغوزیو تولید کونکو هیوادونو په قطار کې دی. زیاتره ځنګلونه يې په پکتيا، پکتيکا، خوست، ننګرهار، کونړ، لغمان، لوګر، او کاپیسا ولايتونو کې موجود دي. په کال کې تقریباً د23,000 مټریک ټنه جلغوزیو د تولید ظرفيت لري. په نړيوالو بازارونو کې د يوکیلو ګرام جلغوزیو نرخ له 20$ څخه تر 30$ډالرو پورې دی، دا په کال او هيواد پورې توپیر کوي. د افغاني جلغوزیو کلنی ارزښت له 2 بیليونه ډالرو څخه زیات تخمين شوی دی.
خو له بده مرغه له 2018 څخه مخکې به 75 سلنه په غيري قانوني ډول پاکستان ته وړل کيدل. په 2.87$ ډالر به يې يو کيلو ګرام د افغانستان په محلي سیمو کې پیرل. په 3.58$ ډالر به د يې پاکستان په نمایده ګانو پلورل. په 4.58$ ډالر به له دغو نمايدنه ګانو څخه د پاکستان لویو تجارانو پیرل. هغوی به بیا يو کیلو ګرام په 16$ ډالر چين ته صادرول. بیا به په چين کې همدغه افغاني جلغوزي د پاکستان په نوم او تجارتي نشان سره يو کیلو په 30$ډالر خرڅيدل، نو له 30$ ډالرو څخه به يې يوازې 2$ د افغانستان محلي پلورونکو ته رسیدل، پاتې 28$ ډالر به پردیو جیبونو ته تلل. په چين کې به د لوړ کيفيت والا افغاني جلغوزي د پاکستان په نوم خرڅيدل. د ټيټ کيفيت به يې د برازیل په نوم خرڅيدل، ځکه چې د پاکستاني تولید شهرت ته زیان ونه رسيږي. دې کړنې پاکستان ته له اقتصادي ګټې سربیره يو کاذب شهرت ورکړ چې يو ځل په نړۍ کې د جلغوزیو ستر تولید کونکي هیواد شو.
د ولسمشر غني په وخت کې له چین سره د جلغوزیو په شمول د وچې ميوې د صادراتو تړونونه لاسلیک کړل. په 2018 کال کې د چين سره د هوايي دهليز په پرانیستلو سره د لومړي ځل لپاره د جلغوزیو د غيري قانوني انتقال مخه ونیوله. په دې سره يې دجلغوزیو تولید، پروسس او کاروبار ته توجو په بې ساري توګه زیاته کړله. له دې وړاندې يو کيلو ګرام جلغوزیو نرخ له 12$ تر 14$ډالرو پورې وه، خو د هوايي دهليزونو له پرانیستلو وروسته 26$ډالرو ته لوړ شو. يوازې د نومبر په مياشت کې د 63 پروازونو له لارې 1,300 ټنه جلغوزي چين ته صادر کړل. دې لړۍ ادامه پیدا کړله پایله کې د 2.2 بیلونه ډالرو په ارزښت افغاني جلغوزي د هوايي داهلیزونو له لارې صادر شول، او په نړيوالو بازارونو کې په لومړي ځل د افغانستان په نوم وپلورل شول. د هوايي دهلیزونو د انتقال لګښت زیات وه. ولسمشر غني د وريښمو د لارې د بیا پرانیستلو هڅې وکړې. چین سره يې د 63 زره مټریک ټنه د جلغوزیو د صادرولو تړون لاسلیک کړ. د 5 ميليونه ډالرو په ارزښت يې د پیستې، بادامو او چهازمغزو د صادراتو تړونونه لاسلیک کړل. خو د ولسمشر غني اقتصادي فصل نا تمام پاتې شو.
راتلونکی نظام باید دا لړۍ جاري وساتي. چين، شمالي کوریا، امريکا، او روسیه د جلغوزیو تر ټولو لوی مصرف کونکي هيوادونه دي. دا چې تاسې له روسیه او چین سره ظاهراً ښې اړيکې لري،بايد به دې اړوند ورسره تړونونه وکړئ. په ځانګړي ډول له چين سره؛ ځکه چې روسیه هم د خپل تولید 50 سلنه چين ته صادروي. چين په کال کې تر 4,000 مټريک ټنه څخه زیات د جلغوزیوداخلي مصرف لري. بل دا چې په هيواد کې وروستيو اقتصادي تحولاتو ته په کتلو سره، د جلغوزیو داخلي مصرف به صفر ته تقرب وکړي، ځکه خلک يې د اخيستلو توان نه لري. تاسې ته په دې برخه کې تیار جوړ سیستم درپاتې دی. تیر کال يوازې په کابل کې د 5 ميليونه ډالرو يه ارزښت د جلغوزیو د پروسس يوې کارخونې فعالیت پیل کړ چې په ورځ کې د 12 ټنه جلغوزیو د پروسس وړتيا لري. بايد سږ کال په داخل د هيواد کې پروسس شي. سلګونو کسانو ته به د کار کولو فرصت پیدا شی. تولید ته د ارزښت د زیاتوالي ګټه به خپل هيواد ته راشي. د جلغوزیو نرخونو د نوساناتو څخه به مخنيوی شوی وي، او د هیواد د صادراتو او وارداتو د توازون په برابرولو کې به مهم رول ولوبوي. وروسته دې د افغانستان په نوم چين او نورې نړۍ ته صادر کړل شي. که داسې ونشي، نو هغه څه به وشي له 2018 څخه مخکې کيدل.
دودان افغانستان په هيله،