تکنالوژي ژوند او پرمختګ دی _ حکمت الله همت

تکنالوژي د انجینرۍ او ساینس د برخې یو په زړه پورې پېچلې برخه، تکنالوژي د علم زده کړې زیارکښو او هڅاندو څېړونکو په هڅو منځ تهراغلې ده. په ورځني ژوند کې د تکنالوژۍ څخه په ګټه اخیستنې سره تاسې کولای شئ هغه کارونه چې په عادي ژوند کې یې په میاشتو او ورځو کې ترسره او پای ته رسول یې تاسې ته ناشوني دي د تکنالوژۍ په وسیله یې د ثانیو او دقیقو په حساب تر سره او پایله یې په هماغه ساعت اوشېبه کې د خپل کمپیوټر یا مبایل په مخ وګورئ

په ننۍ نړۍ کې د ساینس او تکنالوژۍ برخې داسې نوښت وکړ: اوس ممکنه ده د یوه کوچني میموري کارد(Memory Card) په وسیلهد یو انسان د مغز او حافظې ټول معلومات بل انسان ته انتقال شي؛ بې له دې چې لمړنی کس یا شخص کومه روغتیایي ستونزه او یا همکمښت حس کړي.

تکنالوژي او انټرنټ په ورځني ژوند کې د پوهاوي، په ورځنیو چارو کې د سرعت، د معلوماتو په ساتلو او ذخیره کې تر ټوله ښه مرستندویهذخیره ده. تاسې د تکنالوژۍ څخه په ګټه اخیستلو سره کولای شئ په یوه ثانیه او دقیقه کې د نړۍ ګوټ ګوټ ته اړیکه ټینګه کړئ، د پېښوڅخه ځان خبر او همدارنګه خپل د پوهاوي او علم زانګو په هرڅه سمبال او له نوښتونو باخبره وساتئ

په دې لیکنه کې د معلوماتي تکنالوژۍ څخه په ګټه اخیستلو سره د خپل ژوند او چارو سمبال ، د پرمختګ ځينې پټ رازونه او هغه مهم ټکينغښتی دي؛ کوم چې کولای شي په ورځني ژوند کې له تاسې سره مرسته وکړي او په زده کولو او عملي کولو یې ستاسې د ژوند چارېساده او د پرمختګ سبب مو وګرځي.

د بشریت لپاره د تکنالوژۍ پوهنې اهمیت څه دئ؟

تکنالوژي د پرمختګ او هوساینې ښه وسیله ده، تکنالوژي یا ساینس پوهان چې د تکنالوژۍ او ساینس برخې ځانګړي څېړونکي دي دتکنالوژۍ په وسیله د پرمختګ هغه برخې څیړي چې په د ټولنې او وګړو په ژوند کې آسانتیاوې او پرمختګ رامنځته کوي.

تکنالوژي پوهان هغه مسلکي او پیاوړي ستوري دي چې په ډېره لوړه سطحه د تکنالوژۍ او ساینس په برخه کې څېړنه کوي او هره ورځ دتکنالوژۍ څخه په ګټه اخیستلو سره یو نوښت رامنځته کوي.

نن ورځ تکنالوژي په ټولنیزو چارو کې د بشر سره څه مرسته کوي؟

د تکنالوژۍ او ساینس پوهې او اړوندو برخو کې د ساینسي او تخنیکي پرمختګ پایلې په مکرر ډول زمونږ د ورځني ژوند لپاره اړینغوښتنلیکونکي ګرځېدلي دي، لکه د نړۍ په کچه د تکنالوژۍ په وسیله د ټولنیزو چارو، تجارت او نورو کړنو پلي کېدل، په ورځنیو چارو کېد کمپيوټر څخه ګټه پورته کول، مخابراتي سپوږمکۍ، ګرځنده ټلیفونونه، د نړیوال موقعیت سیسټم  (GPS)  او ټولې هغه الکترونیکيوسیلې او دستګاوې چې په ننۍ نړۍ کې یې تر ډېره د انسان ځای نیولی دی او په ټولنیزو چارو کې تر ډېرو انسانانو ښه رول لوبوي اوګرنې په وخت او پوره دقت سره ترسره کوي.

تکنالوژی او ساینس څنګه د ټولنې په تکامل او پرمختګ کې رول لوبوي؟

په عموم کې، تکنالوژي او ساینس د طب،کمپیوټر، ریاضي، فزیک، انجنیرۍ ، هوا پوهنې او نړۍ په پراختیا کې ځانګړی رول لري او پهپراخ ډول یې د ټولنې او ننۍ نړۍ په پرمختګ کې خورا مهم رول لوبولی دی.

د تکنالوژي او ساینس پوهنې پرته، نړۍ او څېړونکو ته ناشونې وه چې سپوږمکۍ رامنځته کړي. همدارنګه؛ که چېرته د تکنالوژۍ اوساینس په مرسته انټرنټ نه وای رامنځته شوی زمونږ تمدن به لا هم په ډېرو ستونزو کې او ډېر به وروسته پاتې وو.

تکنالوژي ده چې په ټولنه کې د پرمختګ او په چارو کې د آسانتیاوو لپاره ښه وسیله ګرځېدلې ده ، اوس مونږ کولای شو د تکنالوژۍ پهوسیله د نړۍ له هرګوټ څخه خبر شو،اړیکې ټینکې کړو، د څېړونکو او علم د ستورو نظریات او لاسته راوړنې په څو ثانیو کې د انټرنټڅخه په ګټه اخیستلو سره ترلاسته او

مطالعه یې کړو.

تکنالوژي څنګه په ورځني ژوند کې له مونږ سره مرسته کوي؟

  Google   ستاسې لپاره یو پیاوړی او غښتلی لارښوود!

Google د نړۍ په کچه د معتبرو معلوماتو او علم لپاره یوه ثابته شوېذخېره او منبع ګرځېدلی ده. تکنالوژۍ ته په لاس رسي سره تاسېکولای شئ د خپل پوهاوي او علم د پیاوړتیا برخه کې له Google څخه په ګټه اخیستې سره هر څه وپوښتۍ او د نړۍ د پیاوړیو اومشهورو څېړونکو او ساینس پوهانو نظرونه ولولئ، تجربې ترې حاصل کړئ او داسې نوي شیان زده او نوښتونه وکړئ چې د انسان پهپرمختګ کې

مرسته کوي.

له Social Media څخه مثبته ګټه پورته کړئ!

تکنالوژي د علم زده کړې، تجارت، طبابت او په نړیواله کچه د اړیکو پاللو لپاره ښه وسیله ده تاسې کولای شئ د Social Media څخه پهمثبته ګټه اخیستنې سره د نړیوالو څيړونکو او ساینس له ستورو سره اړیکې ټینګې کړئ، نظرونه، او د کتابونو په لوستلو سره یې خپل علمزیاد او پوهاوی مو لا غني کړئ.

په ورځني ژوند او چارو کې له رسنیو څخه مثبته ګټه پورته کړئ ، په رسنیو کې مثبت اړخونه ولټوئ او هڅه وکړئ چې د انټرنټ او رسنیو پهروږدي کېدو سره خپل ځان او وخت قرباني نه کړئ ، په ننۍ نړۍ کې زمونږ د ټولنې ډېر وګړي په رسنیو تر دې حده ډوب شوي دي چې پهانټرنټ او الکترونیکي دتسګاوو د یوې ناروغۍ په څېر روږدي دي او دوی آن تر څو دقیقو پورې بې له انټرنټ او الکترونیکي دستګاوو ژوندنشي کولای، که چېرې ستاسې مینه او شوق له انټرڼت او یا هم ستاسې د زده کړو مسلکي څانګه د تکنالوژۍ، ساینس یا رسنیو برخو ويپه رسنیو او انټرنت کې په ډوب کېدو سره خپل وخت د پرمختګ او نوښت لپاره وکاروئ او ګټه ترې پورته کړئ

په عصري ژوند کې د تکنالوژۍ رول څه دئ؟

کله مو په دې اړه فکر کړی دئ ؛ تکنالوژي ولې د انسان په ژوند کې ډېر ارزښت لري ؟

په ټوله معنی؛ په ننۍ نړۍ او یوویشتمه پېړۍ کې مونږ په تکنالوژۍ سره سمبال او ورسره تړل شوي یو.مونږ هره شېبه له تکنالوژۍ سرهتړلي یو ، د ژوند په ټولو چارو کې په خبر او ناخبرۍ کې تکنالوژي زمونږ د چارو په پرمختګ کې خپل رول لوبوي. په ټولنیزو چارو،استراحت او آن تر تفریح پورې تکنالوژي زمونږ په ژوند کې رول لري او ترې ګټه پورته کوو.

لکه څرنګه چې مونږ ته معلومه ده :تکنالوژي زمونږ په رسمي او یا هم عادي ژوند کې څومره مرسته کوي او ترې ګټه پورته کوو ددې ترڅنګ؛ د کرونا ویروس لړۍ نړۍ ته ثابته کړه چې تکنالوژي د انسان په ژوند کې څومره اړینه او څومره د انسان د ورځنیو چارو او کړنو پهپرمختګ کې ارزښت لري آنلاین زده کړې، آنلاین تجارت او کاروبار، په آنلاین ډول د نړۍ په هر ګوټ کې د نړیوالو روغتیایيستورو(ډاکټرانو) سره اړیکې او له دوی څخه ښې مشورې او وړاندیزونه هغه مهم ټکي دي چې د تکنالوژۍ په وسیله د کرونا ویروس پهمنځ ته راتلو سره دا ثابته شوه چې تکنالوژي او ساینس د انسان په ژوند پورې تړلی اصل دی او په یوویشتمه پېړۍ کې انسانانو ته لهتکنالوژۍ پرته ژوند کړل ستونزمن او له پرمختګ به ډېر شاته پاتې کیږي.

په ورځني ژوند او پرمختګ کې د تکنالوژۍ په وسیله رامنځته شوې آسانتیاوې!

تکنالوژي تنها د ورځني ژوند په چارو کې نه؛ بلکې زمونږ د ژوند په ډېرو مهمو برخو او عصري کېدو کې رول لري.

که چېرته تکنالوژي نه وای نو څنګه به زمونږ اړتیاوې په اسانۍ سره پوره شوې وې؟

نن ورځ وګورئ: تازه،ساتل شوي یا پروسیس شوي خواړه، په هر ځای او هر وخت کې چې وغواړئ ترلاسه کولای شئ

جامې! تاسې کولای شئ په مختلفو او هر فصل کې مناسبې او د اغوستلو وړ د پوښاک لپاره ډول ډول جامې راونیسئ او ګټه ترې پورتهکړئ

تکنالوژي له خوړو، جامو، زده کړو، ښکلا او آن تر کار پورې د انسان په ژوند کې ډېر رول لري او له مونږ سره په نړیوال برابرښت اوعصري کېدو کې مرسته کوي.

تکنالوژي د بشر لپاره تر ټولو ښه لارښوود ، د ورځني ژوند په پرمختګ کې ښه وسیله، زمونږ د ژوند په هره برخه کې د پرمختګ او پیاوړتیالپاره مرستندویه وسیله ده. که غواړئ د ژوند په چارو کې بریالي پاتې شئ، موخو ته تر نورو زر ورسېږۍ او خپل ژوند په خپلو لاسونو جوړکړئ د خپل ژوند هېنداره په تکنالوژۍ باندې سمبال او په ټولو چارو کې له تکنالوژۍ څخه مثبته ګټه پورته کړئ،. که چېرته په ورځني ژوندکې د تکنالوژۍ په استعمال کې خپل وخت او ځان په ښه ډول مدیریت نه کړئ په رسنیو او انټرنټ روږدي کېدل ستاسې د بدمرغۍ او وختضایع کولو لپاره تر هر څه لویه بدمرغي او ستاسې د شاته پاتې کېدو سبب ګرځېدلی شي

Scroll to Top