تړل شوې کڅوړه _واجد منګل

 په تېزۍ سره مېز په سوک ووهل شو، پښې یې اوخوځیدې، چوکۍ یې شاته کړه، له ځایه پورته شو او په لوړ غږ یې وویل:
-ولې خاندئ؟
ټولو سرونه لاندې ځوړند ونیول او چوپه چوپتیا شوه. هلک په بېړه د سړي له مخې تېر، د سپینې لرګینې دروازې خوا ته روان شو. دروازه یې په تېزۍ سره بنده کړه، اوږ صالون کې یې منډه واخیسته او باندې انګړ ته ووتلو.
ښه وخت وروسته د ښونځي زنګ ووهل شو. زیاتره زده کونکي له ټولګیو ووتل خو ځینې بیا په خپلو چوکیو او ټولګیو کې ناست ول.
هلک د ښونځي په انګړ کې په لویه ډبره، سر ځوړند، خفه ناست وو. د یو څو شیبو وروسته د هلک مخې ته د دوو بنیادمو سیوری جوړ شو. هلک پاس وکتل ګوري چې دوه کوچني ماشومان یې مخې ته ولاړ دي. ماشومانو یو بل ته وکتل او د یو ماشوم شونډې وخوځېدې او په خشکه یې هلک ته وویل:
-ستا نوم همایون دی؟
-هو، زما نوم همایون دی خو ولې؟
ماشوم په لاس باندې د ادارې خوا ته اشاره وکړه او ویې ویل:
-هاااغلته درته استاد ولاړ ده. موږ یې را واستولو تر څو ته هلته ورشې. هلک له ډبرې پورته، ځادر (کتره) یې له ځان سره واخیسته او د ادارې خوا ته روان شو….
هلک ادارې ته ورسیدو او د دروازې مخې ته لکه نادیده شاوخوا یې کتل. د ادارې دروازه خلاصوه وه، ناڅاپه یو استاد په هلک غږ کړ:
-راځه همایونه! ما را غوښتی یې.
هلک ادارې ته ننوت او دروازه یې بنده کړه. په اداره کې د ښونځي ټول ښوونکي ناست ول.ځینو ښوونکو د چایو پیالې په لاسونو کې نیولې وې او ځیني بیا له خپلو موبایلو سره مصروف ول. هلک له هر یوه ښوونکي سره ستړي مشې وکړه. په یو کاوچ (چوکۍ) باندې دوه استادان د نورو دریو استادانو ته مخامخ ناست ول، دوی سره اوخوځیدل تر څو په کاوچ کې د کیناستو ځای پیدا شي. استاد هلک ته په کاوچ کې د کیناستو اشاره وکړه او هلک د دوو ښوونکو، ښي خوا کیناست. دروازه ټک ټک شوه، ټولو استادانو سترګې دروازې ته شوې. په دروازه یو پوخ عمر لرونکی کس چې سپینه خولی او توره ګیره یې لرله، ادارې ته را داخل شو. سړي د سلام ویلو وروسته د استادانو له مخې تېر او هلته کیناستو، چیرته چې باید یو سرمعلم کېني. سرمعلم خپل موبایل او بټوه په میز کیښوده او هلک ته یې وویل:
-زویه ته دلته څه کوې؟
د هلک مخې ته یو ناست استاد چې کور یې پیښور کې دی خو دلته تدریس ورکوي، په بېړه وویل:
-سرمعلم صېب، دغه هلک موږ راغوښتی.
-ما نن په نهم ټولګي کې زده کونکو ته درس ورکولو چې دې هلک پسې نورو شاګردانو وخندل او دغه هلک له صنفه د باندې په ژړا ووتلو. فکر کوم د همایون نن دوهمه ورځ ده چې دلته دولتي مکتب ته راغلی…
سرمعلم په حیرانۍ ټولو استادانو ته وکتل او بیا یې هلک ته په خشکه وویل:
-زویه! نورو ملګرو دې ولې در پسې خندل؟
هلک یو وار سرمعلم صېب ته وکتل او بیا یې سترګې پیښوري استاد ته واړولې. پيښوري استاد ورته د سترګو په اشاره اجازه ورکړه چې هر څه وویي.
هلک سر لاندې ځوړند کړ او شونډې یې اوخوځیدې:
-ما مخکې په یو شخصي مکتب کې درس ویلو، پلار به مې خپله وظیفه کوله او زه به یې نه پریښودم چې کار وکړم. پلار به مې تل په دې ټنګار کولو چې زه په یو شخصي ښونځي کې زده کړې وکړم تر څو په آینده کې یو ښه شخص جوړ شم. سرمعلم صېب! ته پوهیږې چې شخصي مکاتب څه ناڅه ښه او معیاري دي نسبت دولتي ښونځیو ته خو اوس چې مې پلار زموږ سره دلته نشته نو زه مجبور شوم چې دولتي مکتب کې داخله وکړم. نو نن ورځ په ټولګي کې زما جامې (کالي) شکیدلي وو نو زموږ همصنفیانو دې پسې خندل.
سرمعلم ښوونکو ته وکتل چې دوی ټول هلک ته په حیرانۍ ګوري او وروسته سرمعلم هلک ته مخ واړوه او ویې ویل:
-پلار دې چې له تاسو سره نه ده، نو د چا سره ده؟
د هلک له خولې خبره را ووتله:
-پنجابیانو سره!!
ټولو یو او بل ته وکتل، له دې چې سرمعلم کومه خبره وکړي، پیښوري استاد وار مخکې کړ:
-څنګه له پنجابیانو سره؟ همایونه!
هلک پیښوري استاد ته سترګې ونیولې او ویې ویل:
-دا ډېره لویه خبره ده خو خېر….
-پلار به مې دلته له دولت سره دنده کوله او زموږ اقتصاد به څه ناڅه ښه وو. زموږ ټول وروڼه او خویندې به ښونځیو ته تللو، شپې او ورځې به مو په خوشحالی تیرولې
-یوه ورځ زموږ پلار دې ته اړ شو چې د خپلې درملنې لپاره باید ګاونډي هېواد پاکستان ته لاړ شي تر څو هلته یې تداوي وشي.
د طورخم په لاره کې له یو کس سره ملګری شو. له هغه کس سره دوه کوچني بیکونه او یوه تړل شوې کڅوړه وه. دې کس دغه تړل شوې کڅوړه زموږ پلار ته ورکړه، تر څو یې هغه بلې غاړې ته واړوي. زما پلار سره دومره زیات شیان د وړلو نه ول نو ځکه یې د هغه ملګري خبره رد
نه کړه او کڅوړه یې ترې را واخیسته.
زما پلار او د هغه نوی ملګری د بکسونو او د شیانو د لیدو (چیکولو) ځای ته ورغلل تر څو پاکستاني پولیس د دوی شیان اوګوري. د ملګري دوه بیکونه له ماشین څخه تېر شول او هغه ته یې د تللو وویل او ملګری یې لاړ. زما پلار، لاسي بکس له ماشین څخه تېر کړو خو د تړل شوي کڅوړې په تیریدو سره ماشین سره علامه (نښه) روښانه کړه او ماشین زنګونه شروع کړل. پنجابي عسکر زما پلار له لاسه ونیو او یوې خوا ته یې کړ. بل پاکستاني پوج تړل شوې کڅوړه را واخیسته او ویې کتل چې دې تړل شوې کڅوړي کې چرس او مخدره مواد دي. پلار مې ډېر ځلې ورته د هغه بل کس یادونه وکړه چې دغه کڅوړه د هغه ده. خو پنجابي پولیسو زما د پلار خبره نه منله او هغه یې د پیښور یوې لویې تهڼې (حوزې) ته روان کړ…..
هلک غټ اسویلی وویست او په خشکه یې وویل:
-موږ ډېره هڅه وکړه، تر څو پلار مو آزاد شي خو هیڅ مو وه نه کړای شوای. پلار مې دوه کاله کېږي چې د پنحاب د نظر لاندې د تورو تنبو شاته شپې سبا کوي.
-کله نه چې مې پلار د پنجاب له خوا بندي شوی نو زه مکتب ته نه یم تللی او ما ټوله ورځ او وخت کار کولو تر څو په خپلو خویندو او وروڼو باندې تعلیم وکړم. خو زموږ ترونه دې ته نه حاضرېږي چې زما خویندې دې ښونځي ته لاړې شي. یواځینۍ پلار به مې وو چې د هغه په شتون کې به هم ما او هم مې خویندو او وروڼو تعلیم کولو. اوس مې فیصله کړې تر څو زه خپلې پاتې زده کړې بېرته بشپړې کړم.
سرمعلم چې خوله خبرو ته جوړوله، نو د ښونځي زنګ ووهل شوو. ټول ښوونکي له ځایه پورته شول، تر څو خپلو خپلو ټولګیو ته د تدریس لپاره لاړ شي خو یواځې پیښوری استاد په اداره کې پاتې شو. پیښوري استاد هلک ته نیژدې راغی، ملا کې ورته ټیټ شو او ویې ویل:
-همایونه! د هغې تهڼې (حوزې) کوم ادرس یا د چا نمبر لرې چې کومه کې ستا پلار بندي دی؟
هلک ورته هر څه ورکړل/وویل په څه چې هغه پوهیده.
ښه شیبه وروسته پیښوري استاد موبایل غوږ ته ونیو او د ادارې له وتلو سره یې په موبایل کې وویل:
-سلام علیکم تهاڼي دار صېب!
د پیښوري استاد اواز نور ادارې کې ناستو کسانو نه شو اوریدلی….
سرمعلم له ځایه پورته شو، خپله بټوه او موبایل یې را واخیستل او هلک ته یې وویل:
-ځه زویه ته نن کور ته وختي لاړ شه. زه دې له استاد سره خبرې کوم.
-خو……
-خو، مو دې نه منم. ته نن رخصت یې. او بله دا چې، پیښوری استاد زه پیژنم هغه په پیښور کې ډېر پیژندګلوي لري. ګوره اوس یې یو لوی کس ته زنګ ووهلو. ان شاءالله چې ستا پلار به د پنجاب له زندانه ازادېږي…..
سرمعلم او هلک له ادارې څخه بهر او په لوی صالون کې روان وو تر څو د هلک ټولګي ته ورشي.
څه شیبه وروسته هلک خپله بکسه را واخیسته او د ښونځي له لویې دروازې بهر شو. هغه څو قدمونه نه وو اخیستي چې موبایل یې وټنګیده. هلک د کوچني موبایل په شنه بټن ګوته ټینګه کړه او غوږ ته یې ونیو:
-هلو!
-همایونه! زه یم، پلار دې.
-بابا!!!!!!!!
-هو زویه، زه له بنده آزاد شوم…….
هلک له خوشحالی څخه ټوپونه وهل شروع کړل. هغه یوې او بلې خوا ته کتل چې سترګې یې په پیښوري استاد ولګیدې او په ژړاغونې غږ یې ناره کړه.
-استاده!!!
پیښوري استاد چې لاس کې یې وړوکۍ موبایل وو، د ښونځي له لویې دروازې سره، چې خپل چپ مټ یې له دیوال سره لګولی وو، ولاړ وو………..
پای

Scroll to Top