تاریخ او سوال (خیرات غوښتل) / مبارک علي

په ورځني ژوند کې چې بهر وځو، نو هره ځای کې بېوزله سوالګر وینو او دوی د سوال، خیرات او صدقې غوښتو لپاره بېلابېلې طریقې کاروي. په دې سوال کې دین هم کارېږي، خواږي او عاطفه هم را پاروي، خلک له پېښو او خطرونو هم وېروي… او ددې ټولو موخه دا وي چې له جېبه یې لږ څه را وباسي. سوال نوی کار نه دی، تاریخ کې چې په هره ټولنه کې بې عدلتي وه او ټولنه په دوو شتمنې او نېستمنې برخې وېشل شوې، هلته سوال او خیرات هم و. یوې خوا هغه خلک وو چې شتمني ورسره له اړتیا ډېره وه او له ځانه یې نه جلا کوله، بل خوا هغه وو چې د ژوند د لومړنیو اړتیاو لپاره یې پیسو ته غوښتې، نو له دې امله په حقیقت کې د خیرات یو اړخ دا هم دی چې چاسره پېسې له اړتیا ډېرې وي، غریب او بیوزله خلک ترې خپل حق غواړي. دغه غوښتنه هله زیاتېږي چې ټولنه کې لوږه، قحط و بېکاري وي او له امله یې سیاسي او ټولنیز حالات داسې وي چې څوک په کې د خپلې اړتیا وړ شتمني نه شي ترلاسه کولای. په داسې حالاتو کې بیوزله خلکو سره له خیرات او له شتمنو د خپلې برخې غوښتو پرته بله لار نه وي.
زیاتره مورخین د سوال موضوع ته ډېر لیواله نه وي، په دې خاطر ورته چندانې پام هم نه کوی چې د تاریخ په بېلابېلو پېرونو کې سوالګري په څه بڼه وه او له دې د ټولنې اقتصادي حالت او ټولنیز چلند څنګه معلومېږي. دا هم معلومات هم ترې کېږي چې عموماً خلک د غربت په اړه څه فکر کوي؟ که څه هم پر دې موضوع مواد لږ دي، خو څومره چې دي پر بنسټ یې دا تحلیل کېدای شي چې د تاریخ په بېلابېلو پېرونو کې دې موضوع ته څنګه کتل شوي دي.
منځنیو پېړیو کې په ختیځ او لویديځ دواړو کې سوالګرو ته د سپېڅلو خلکو په سترګه کتل کېدل او په دې خاطر به یې درناوی هم کېده. دوی ته خواړه، جامې او د اوسېدو ځای به یې دیني مسئولیت باله او په ټولنه کې د هغو خلکو درناوی کېده چې د سوالګرو، ملنګانو او قلندرو خدمت به یې کاوه. لامل یې دغه تصور و چې څوک په دې دنیا خیرات ورکوي، په هغه دنیا کې به یې بدل ورکول کې او خدای به ترې راضي کېږي. سوالګر هم د شتمنو پر دې ضعف خبر وو، په دې خاطر به یې د دوی دیني احساسات را پارول. رواج دا و چې دوی به د سوال لپاره د کور دروازې ته ودرېدل، دروازه به یې وټکوله او خیرات به یې وغوښت. د کور ښځو به ورته خواړه ورکول او د کورنۍ خوښۍ لپاره به یې ترې دعا غوښتله. په ځينو نمانځنو او مناسبتونو کې به خلکو ښه پراخه خیراتونه ورکول.
په هندد کې د سوالګرو خدمت کوی او خیرات ورکول پېړۍ پېړۍ پخوانی رواج دی. شتمنو به د ښه نوم او سخاوت په خاطر غریبانو ته لنګر جاری کاوه. دې سره به یې ښه شخصیت مشهورېده. حاکمانو به هم وخت پر وخت په غریبانانو او سوالګرو خیراتونه وېشل، مثلاً ابوالفضل په ائین اکبري کې د اکبر پاچا په اړه لیکي چې دربار کې به تل خزانه ورسره وه او پاچا به چې په لاره کې څوک بېوزله ولید، حتمن به یې لږ څه ورکول.
فقیرانو به نه جایداد درلود، نه ساز و سامان، نه عیش و شتمني او نه به یې د دنیايي غوښتنو پوره کولو لپاره هلې ځلې کولې، په دې خاطر یې په اړه ټولنه کې داسې فکر کېده چې دوی د خدای نږدې بنده‌ګان او په دعا و ښېرا دواړو کې یې اثر وي. په دې خاطر به يې (فقیر) باله، فقیر په دې معنا چې د ځان او کورنۍ لپاره یوازې د یوه وخت ډوډۍ لري، یا به یې (بابا) باله، بابا بوډا سړي ته درناوي په خاطر ویل کېږي. د دې ترڅنګ به یې (سائين) هم باله، دا د مالک او بادار معنا لري، دا چې دو یبه د ورځنیو خواهشاتو نه خلاص وو او ژوند به یې ساده و، څوک به چې په دنیايي چارو او مسایلو کې ډوب وو، پر دوی به رخه ورتله. د دوی دا اړخ انګریز شاعر ریچارډ بروم لیکلی دی. هغه وایي چې دوی د ټولنې تر ټولو ازاد خلک دي، داسې ازاد چې نه د قانون په کیسه کې وي، نه د حاکم اطاعت کوي او نه مذهبي قوانین مني، خو دې ټولو سره بیا هم باغیان نه ګڼل کېږي.
سوالګر د خلکو په احساساتي کولو ډېر ښه پوهېدل، کله به یې په سندرو او موسیقۍ د خلکو پام ور اړوه او ځینو به خپل بدنونه زخمي کول یا به یې بدرنګول او خلک به یې ځان ته متوجه کول. په عیسویت کې زیاتره داسې ډلې وې چې دنیايي اسانتیاوې به یې پرېښودې او په سوال به یې ګوزاره کول، په دوی کې فرانسسي او ډومي نیکي ډلې مشهورې دي. دوی به کلیسا او حکومت ته نه کېناستل، له خلکو به یې خیرات غوښته او پاتې وخت به یې په عبادت تېروه. په بوداېزم کې همداسې کېدل. دوی راهبان (بکهشو) به د خلکو کورونو ته تلل او خیراتونه به یې ترې غوښتل. دا روایت دوه اړخونه لري: یو دا چې کله انسان فقیر شي او ویاړ و غرور پرېږدي، نو خاکساري او عاجزي په کې پیدا کېږي. بله دا چې دنیايي خواهشات ختم کړي، يوازې دومره پیدا کوي چې ګوزاره پرې وشي، بیا نو پاتې وخت په عبادت او ریاضت تېروي. د عبادت کوونکو په توګه ټولنه کې د دوی درناوی کېږي، ټولنه ورته د روحاني مشر درجه ورکوي، خو دا چې اقتصادي خپلواکي لري، نو دولت یې هم د خپلو موخو لپاره نه شي کارولای.
اروپا کې په اولسمه پېړۍ کې سوالګرو سره د ټولنې په چلند کې بدلون راغی او لامل یې د سیکولر افکار را پورته کېدل و. سیکولر افکارو په دیني عقایدو ایمان کمزوری کړ او د اخرت په انعاماتو یې هم د خلکو شک پیدا کړ. په دې وخت کې د سوالګرو په اړه هم د خلکو فکر بدل شو.
پانګوالي چې راغله دا فکر هم ورسره راغی چې هر څوک باید کار وکړي او له خپل مټه دې ډوډۍ وخوري، دې سره په ټولنه کې د سوالګرو درجه هم ټيټه شوه. په دې وخت کې به که چا خیرات غوښته او وبه نیول، سر به یې پرې ګنجی کاوه او زیاتره به یې وهل هم ورکول. زیاتره اروپايي ښاروالیو دوی له خپلو ښارونو بهر وویستل چې چاپېریال خراب نه شي. ځينو ښارونو د سوال د مخنیوي لپاره قوانین تصویب کړل او ځینو اړمنو سوالګرو ته یې جوازونه ورکړل، دو به بیا د همدې جواز له مخې سوال کاوه. څومره چې اروپایي ټولنه صنعتي کېدله، هومره باید روغو خلکو کار کړی وی او له سوال یې ډډه کړې وی. که چا به له دې قوانینو سرغړونه کوله یا به یې بندي کول یا به یې په (کارځایونو) کې کار ته اړویستل. په صنعتي دوره کې د سوال او خیرات په اړه د خلکو نظریات بدل شول. په دې وخت کې خیرات ورکول د نېکۍ په معنا نه وو، بلکې د هغه د خرابولو او له ګټې غورځولو په معنا وو. په دې وخت کې خیرات هم دیني نه، بلکې سیکولر شو.
زموږ په ټولنه کې اوس هم د سوالګرو تر ټولو ښه طریقه دا ده چې د خلکو دیني عواطف را وپاروي. سیاسیون او حاکمان چې دین د خپلو سیاسي موخو لپاره کاروي، نو سوالګر هم د همدې په مرسته خیرات غواړي. په دې دواړو صورتونو کې دین د ولسونو ضعف دی.

Scroll to Top