ایـا د عقل شتون د انسان لپاره مهم دی؟
عقل څه دی؟
ایا ټول انسانان عقل لري؟
د عقل ویش په کوم اساس سوی دی؟
ایا ټول انسانان د عقل له پلو یو شان دي؟
دا ټولي پوښتني په دغه لیکنه کي درته ځوابوم.
انسانانو د نورو ځانګړنو او جوړښت ترڅنګ د عقل په لحاظ هم ټول یو شان نه دي پیداسوي.
خالق تعالی د دې نظام جوړښت داسي رامنځته کړی دی چي د ځمکي پرمخ ټول موجودات یو شان نه دي پیداسوي چي د همدغوموجوداتو په منځ کي بیا انسان چي تر ټولو بهتر موجود ګڼل کیږي. چي د انسان همدغه برتري د خالق تعالی له لوري د ورکړل سوي عقلله امله ده.
که چیري انسانانو عقل نلرلی نو د انسانانو او نورو موجوداتو ترمنځ اوسنی توپیر او برتري به نه وای، همدا عقل دی چي انسان ته یې پرنورو موجودات برتري ورکړي او خدای ( ج) د ځمکي پرمخ خپل استازی ټاکلی دی.
ولي نورو موجودات (ټول حیوانات) یوازي شعور لري له عقل څخه بي برخي دي، عقل که له یوې خوا د انسان لپاره د برتري امتیاز دی، دنورو موجوداتو په پرتله ولي له بل پلو د انسان لپاره د امتحان وسیله هم ده، ځکه خدای (ج) په ورځ د قیامت د نورو مخلوقات سره حسابنکوي ولي د انسان سره ځکه حساب کوي چي د هرڅه پیژندلو لویه وسیله (عقل) ورباندي لورلی دی.
ولي هم باید باور ولرو چي انسانان هم ټول یو شان نه دي پیداسوي، د رنګ، پوستکي، نژاد، مذهب، خوی و خواصو ترڅنګ د عقل پهلحاظ هم ټول انسانان یو شان نه دي ځیني انسانان په لوړه درجه، ځیني متوسط او ځیني بیا په ټیټه درجه کي قرار لري.
داچي انسانان ولي د عقل له پلو توپیر لري په دې د رب لایزال لوی حکمت پروت دی ولي موږ په خپل علمیت یوازي همدومره ویلی سو چيکه چیري د عقل له پلو انسانان ټول یو شان وای نو بیا به د ځمکي پرمخ د ژوند دومره پرمختګ ناشونی وه، د خدای (ج) د اسرارو او ترځمکي لاندي پټو خزانو کشف به یا نه وه یا به هم په ټوله کي یو ځای کیدای، نوی نوښت به ناممکن وای.
د رهبرۍ او مدیریت سطحې ټاکل به سخت وای، د انسانانو ترمنځ به قناعت ډیر سخت وای، پوه او ناپوه انسانان به یو شان وای اوبالاخره ژوند به د ځنګل په څیر وای چي هرڅوک زورور وه هغه به باچا وه.
نو ځکه خو خالق تعالی د انسانانو د نورو ځانګړنو ترڅنګ عقلونه هم مختلف پیداکړي دي.
راځئ لومړی به عقل وپېژنو:
عقل د انسان په بدن کي هغه خارق العاده قوه ده چي انسان د هغه په مټ د ښو او بدو پریکړه کوي او همدارنګه د خپل ځان، خپل خالق،د هغه د مخلوق او خپل همنوعه (انسان) حقوق د هغه په ذریعه پیژني.
د انسانانو ترمنځ عقلونه په لاندي کټګوریو ویشل سوي دي.
انسانان د عقل له مخې په درى ډوله دي:
١ـ کامل عقل لرونکی انسان:
هغه دى چې خپله هم پوهيږي او د بل چا خبر هم مني.
دا انسانان تر نورو انسانانو بهتر ځکه دي چي خپل هم پوهیږي او د نورو انسانانو حق خبره هم مني که څه هم د ده په تاوان وي داسيانسانان د ټولني په خیر وي.
دا انسانان همیشه کوښښ کوي چي ټولو ته یې خیر ورسیږي نه شر او فساد.
٢ـ کاهل عقل لرونکی انسان:
هغه دى چې خپله نه پوهيږي، خو د بل چا خبره مني.
دا انسانان بیا همیشه د زده کړي په لټه کي وي دوی ډیر ساده وي، ډیری وخت یې نور خطاباسي هم ځکه د دوی له ناپوهئ ګټه پورتهکوي، دوی کوښښ کوي چي د هر چا خبري ته غوږ سي ځکه دوی په دې باور دي چي په هیڅ نه پوهیږي، دا انسانان په ملګرتیا کي همصادق وي.
٣ـ جاهل عقل لرونکی انسان:
هغه دى چې نه خپله پوهيږي او نه د بل چا خبره مني.
دا بیا هغه انسانان دي چي د ځمکي پرمخ ټول موجودات په خاص ډول د ده خپل همنوعه (انسان) د ده له شر امان غواړي، دوی د دېترڅنګ چي په هیڅ نه پوهیږي نورو ته هم غوږ نیول ګُنا او خپل سپکاوی بولي، ځان ته یو ډول درواغجن غرور پیداکوي او په دې فکر ژوندکوي چي له نورو انسانانو برتري لري.
خو که اصل خبرو ته راسي شاید د یو ماشوم عقل هم ونلري. له داسي انسانانو لري اوسېدل ځکه پکار دي چي زموږ لپاره ناورین رامنځتهکوي.