لنډه کيسه
د باران څاڅکي په پوره تېزۍ ورېدۀ، د اسمان مخه خړو ورېځو نیولې وه، د يوۀ دوکان مخې ته درې تنه ځوانان غونج ناست وۀ، يوۀ یې وويل: د اور لګيد غمه وکړئ، له ما سره دوکان کې يوه پېټۍ شته اور به پرې بل کړو، يخني ډېره ده، ترڅو ګرم شو، له دې سره د سرې منډې ږيري ځوان پورته او له ور پورې دوکانه یې اور لګيد راوړ.
لومړني وويل: عجب ګله! دا يوه پېټۍ به کار ونکړي، ته درځه که څه دې وموندل.
_ ته صبر چې یې وګورم، له همدې سره پورته شو، او په لوړ اواز یې غږ وکړ: اشرفه! وا اشرفه!
يو ماشوم د قصابۍ لۀ دوکانه را ووت، وې ويل: اورم خان زمان اکا!
خان زمان پزه په دستمال پاکه او بيا یې ور غبرګه کړه: هغه د تاريخ کتاب خو راوړه.
شېبه وروسته ماشوم له يوه زاړه کتابه سره د درې ځوانانو مخې ته ولاړ وو.
په پېټۍ پسې اور لګېدلی وو، خان زما د ماشوم له ګوتو کتاب واخيست، او لومړۍ پاڼه یې په اور پسې کړه.
ماشوم چیغه کړه: مـه، مه!.
– ولې؟ بسم الله خو پکې نشته.
ماشوم په تېزۍ وويل: دا خو کتاب دی، دا څنګه سوزوې؟
– کتاب دی، قرآن شريف خو نه دی؛ له همدې سره یې پاڼه پاڼه په اور پسې کړ.
کتاب ډېر ژر په ايرو بدل شو، نور نو د ماشوم چیغې بې ځايه وې، هغه له دوی لږ ليرې کېناست، سلګۍ یې وهلې، د باران څاڅکو سره یې اوښکې مل پرله پسې توېدلې.
پای
سميع سعید
۱۴۰۰/۱۰/۱۴