په دنیا کې دوه ډوله ستونزې دي؛ یو هغه چې موږ یې حل کولای شوو او بل هغه چې موږ یې نه شوو حل کولای.
ارواپوهان بیا وايي چې ټولې ستونزې په دوو کړیو یا ساحو کې راځي؛ یوه د اندېښنې کړۍ ده او بله د تاثیر کړۍ ده.
د اندېښنې په کړۍ کې هغه ستونزې راځي چې موږ ورته یوازې زړه خوړلی شوو، خو له لاسه مو په کې هېڅ هم نه کېږي. دا ستونزې موږته اندېښنې پیدا کوي او همدا اندېښنې بیا ذهني فشار پیدا کوي.
دا ستونزې مثلاً باران… تاسې سهار را پاڅېدئ، چرته مو ضرور کار دی، خو ګورئ چې باران ورېږي… تاسې باران ودرولی شئ؟ آسمانشین کولای شئ؟ نه! یوازې زړه ورته خوړلی شئ او اندېښنه ورته کولای شئ.
بل مثال یې د کرونا ناروغي در واخلئ، کرونا په ټوله دنیا کې خپره شوې وه، خلک یې ووژل، خو تاسې یې مخه نیولی شوه؟ نه! موږ ورتهیوازې زړه خوړلی شو او خفګان مو ورته کولای شو.
موږ په راډيو کې اورو چې په دنیا کې هوا تودېږي، خو موږ د دې تودوخې مخه نه شوو نیولی، نو زړه خورو او اندېښنه کوو.
خو د تاثیر په کړۍ کې کوم کارونه راځي؟ هغه کارونه چې زموږ په وس کې دي او موږ یې په حل کولو کې ونډه لرلی شوو.
مثلاً باران ورېدل زموږ د اندېښنې کړۍ کې راځي، خو خپل ځان له بارانه ځان ساتل زموږ د تاثیر په کړۍ کې راځي. موږ د باران دورېدو مخه نه شوو نیولی، خو ځان سره چترۍ وړلی شوو چې ځان له بارانه وساتوو.
نو که باران اندېښنه کوو، هسې ځان ته زړه خورو، ښه خبره دا ده چې باران ته د اندېښنې پر ځای ځان ته چترۍ پيدا کړو.
په بل مثال کې موږ د کرونا ناروغي نه شوو ختمولی، خو ځان ترې ساتلی شوو، نو د کرونا ختمېدو ته د اندېښنې پر ځای ښه دا ده چېموږ څه کولای شوو؟ موږ ماسک کارولی شوو، لاسونه وینځلی شوو… .
درېیم مثال کې موږ د ټولې دنیا د تودوخې مخه نه شوو نیولی، یوازې اندېښنه ورته کولای شوو، خو په کومه برخه کې څه کولای شوو؟ موږځان له تودوخې ساتلی شوو چې تاوان را ونه رسوي.
نو موږ چې هر کار یا ستونزې ته خفه یوو او اندېښنه ورته کوو، راځئ لومړی دا وګورو چې موږ یې په اړه څه کولای شوو؟ که په حل کېیې زموږ وس رسېږي، نو زړه څه له خورو، راځئ چې د حل لپاره یې اقدام وکړو.
او که چېرې ستونزه نه شوو حل کولای، وس مو په کې نه وي او مسوولیت یې هم نه لرو، نو بیا د دې اندېښنې ګټه څه ده؟ موږ ورته ولېزړه خورو؟
خپلې ستونزې قطار کړئ او وګورئ چې کومه ستونزه په کومه کړۍ کې راځي، کومه چې حل کولای شئ، د حل لپاره یې اقدام وکړئ اوکومه چې نه شئ حل کولای او ستاسې اغېز په کې نه وي، هسې پرې خپل زړه او ذهن مه درنوئ.