اروپايي ټولنې له افغانستان سره ۱۵۰ میلیونه یورو بشري مرسته اعلان کړه

اروپایي ټولنې په افغانستان کې د لوږې او قحطۍ د مخنیوي لپاره ۱۵۰ میلیونه یورو بېړنۍ بشري مرسته اعلان کړه.

په دې اعلان شویو پیسو کې به ۱۲۶ میلیونه په افغانستان کې دننه او همدارنګه ۱۱ میلیونه په پاکستان او ۱۱ میلیونه په ایران کې افغان کډوالو سره مرستو لپاره ځانګړې کېږي.

د معلوماتو له مخې، په افغانستان کې به تمرکز پر هغو خلکو وي چې له زیان سره ډېر مخ دي او په داسې سیمو کې مېشت دي چې تګ راتګ ورته سخت دی؛ او هغوی سره به د خوړو، استوګنځایونو، روغتیا او اوبو ته د لاسرسي آسانتیاوې برابرېږي.

د یادونې ده چې په یادې مرستې کې ۱۴٫۵ میلیونه یورو د تعلیمي برخې، ۸ میلیونه د ماشومانو لپاره او ۱٫۴ میلیونه نورې د هغو نجونو لپاره ځانګړې شوي چې له ثانوي ښوونځیو پاتې دي.

اروپايي ټولنه دا مرسته په داسې حال کې اعلانوي چې ویل کېږي افغانستان کې دا مهال نږدې ۱۵ میلیونه کسان له لوږې سره مخ دي.

Scroll to Top