ژوندبڼه: د بوټانو اخیستو پر وخت دې ټکو ته پام کوئ

د بوټان د اخیستو پر وخت فېشن، رنګ او ډيزاین ته ډېر پام کېږي، خو د دې ترڅنګ یې باید روغتیايي ګټو، زیانونو او د پښو ساتنې تهپام وشي. دلته درسره ځينې هغه ټکي شریکوو چې د سمو بوټانو په ټاکلو کې درسره مرسته کولای شي:

لومړی: که بوټانو پسې ځئ، غوره دا ده چې د خپلې پښې اندازه ځان سره واخلئ، که اندازه درسره وي، د هر جوړه بوټانو په پښو کولو اوبېرته ویستلو له جنجاله به خلاص یئ او یوازې هماغه اندازې سره به یې مېچ کوئ.

دویم: هڅه وکړئ چې له غرمې وروسته د بوټانو د اخیستو لپاره لاړ شئ، ځکه د ورځ په اوږدو کې پښې له خوځېدو سره په طبیعي ډولغټېږي (پړسېږي.)

درېیم: د بوټانو د اخیستو پر وخت هغه جرابې په پښو کړئ چې وروسته یې بوټانو سره اچوئ، ځکه له دې سره به د خپلې پښې سره سمهاندازه بوټ واخلئ.

څلورم: هر ځل بوټانو اخیستو سره یو ځل پښه اندازه کوئ، ځکه په اندازې کې یې بدلون راځي، که مو یوه پښه غټه او بله وړه وي، بوټان دلویې پښې په اندازې اخلئ.

پنځم: بوټان مو چې په پښو کړل، په کې ودرېږئ، وګورئ چې د پښو د ګوتو څوکې خو مو تر فشار لاندې نه دي، دې ته پام کوئ چې دپښو ګوتې مو د بوټ له مخې سره لګېدلې او حتی قات شوې نه وي. ګوتې چې آزادې وي، بیا په بوټانو کې مزل ښه کولای شئ.

شپږم: بوټان مو چې په پښو کړل، یو څو قدمه په کې واخلئ او وګورئ چې پښه مو ورسره څنګه ده، ډېر خو به تنګ نه وي؟ پښه خو به یېستاسې نیولې نه وي؟ تلی خو به یې کلک یا ناهواره نه وي. دې ته مه ګورئ چې بوټ به مو له ګرځېدو سره سم شي، له اوله سم بوټانواخلئ.

اووم: د بوټانو په نمبر او معلوماتو پسې ډېر مه ګرځئ. بېلابېل شرکتونه په بېلابېلو اندازو بوټان تولیدوي، تاسې لپاره تر ټولو ښه معیارستاسې خپله پښه او ستاسې خپله آرامتیا ده. په بوټانو کې یوازې اوږدوالی مهم نه دی، بلکې دا هم مهمه ده چې څومره پراخه دي اوستاسې پښه په کې څنګه راځي.

اتم: بوټان مو چې واخیستل یو ځل یې دننه وګورئ چې غوټې، مېخونه یا د اندازې لپاره ټوټه یا لېبل خو به په کې نه وي چې وروسته مو پهعذاب نه کړي، که داسې څه په کې وي، له اوله یې لرې کړئ.

نهم: ځينې بوټان د هوارې لپاره جوړ وي او ځينې د لوړو ژورو لپاره، د بوټانو اخیستو پر وخت دې ته پام کوئ چې تاسې یې د کوم حالتلپاره اخلئ. که ممکنه وي، له بوټانو سره په فرش او ځمکې دواړو وګرځېږئ چې معلومات یې درته وشي او پوه شئ چې دواړو حالاتو کېمو پښه نه ځوروي.

Scroll to Top