څه ډول مؤثره پريکړه وکړو؟

موږ هره ورځ د ډیرو داسې پيښو سره مخ کېږو چې پريکړه کول راته ستونزمن وي لکه: په تلويزيون کې سريال وګورو که د کرکټ ميچ. همدې وظيفه کې پاتې شم او که نوې دندې لپاره غوښتنليک وړاندې کړم،بعضې وختونه موږ د یوې سختې پریکړې سره مخ کیږو ، ډيری وختونه موږ په تصادفي ډول يو انتخابوو او ځینې وختونه موږ د خورا منطقي پریکړې کولو لپاره ورځې تېروو تر څو پرېکړه وکړو.

پریکړه کول زموږ له احساساتو سره تړاو لري، ډېری وختونه موږ د پريکړې کولو انتخاب دومره ستونزمن شي چې نږدې هر څه راته نا ممکن ښکاره شي.

په پرېکړه کولو کې بايد له تېر و تجربو، کاميابيو او ناکاميو څخه زده کړه وکړو او همدارنګه د ځینې نوي وسايلو په کارولو سره ښه پریکړه کول زده کړو.

دلته څو داسې لارښوونې دي چې ممکن له موږ سره په موثره پریکړه کولو کې مرسته وکړي:

۱: خپل هدف وپېژنئ!

له ځانه وپوښتئ ، “زه واقعا څه غواړم؟” د دې په اړه فکر وکړئ چې ستونزه څه ده او دې ځانګړې ستونزې لپاره ستاسو مطلوب پایله څه ده؟ د بې ځايه ستونزې لپاره پریکړه مه کوئ. د خپلو شخصي اصلي ارزښتونو سره ودرېږئ او هر هغه انګیرنې وننګوئ چې تاسو یې د ځینې انتخابونو په اړه لرئ.

۲: داسې وانګيرئ چې تاسو یو ملګري ته مشوره ورکوئ!

دا کړنه له تاسو سره مرسته کوي چې له خپلو شخصي احساساتو څخه لرې شئ او وضعیت ته په معقول ډول وګورئ، يو داسې ليست جوړ کړئ چې په هغه کې  د ترسره کېدونکې کړنې مثبت او منفي اړخونه ټول په نظر کې نيول شوي وي، درجه بندي يې وکړئ ، لومړيتوبونه په نخښه کړئ او پر اساس يې پرېکړه وکړئ.

۳: د هغه موضوعاتو مقدار محدود کړئ چې تاسو یې څیړئ!

په یوه ټاکلي وخت کې د ډیرو موضوعاتو څېړل ګټور ندي، ځکه چې هم مهال د مختلفو موضوعاتو سره مخ کېږئ چې پرېکړه کول پکې ستونزمن شي.

۴: بیړه مه کوئ ، د هر کار لپاره د وخت ټاکلي اندازه وټاکئ!

بېړه مه کوئ ، ځکه په بېړه پرېکړه کول مو دبريا مخه نیسي، هرکله چې د فشار لاندې ياست او یا مو مزاج خراب و نو پرېکړه مه کوئ، د کارونو، پيښو او ستونزو په اړه اړين معلومات راټول کړئ ، د يوې لنډې مودې لپاره يوه ارام ماحول کې کښينئ او د هر کار  ترسره کولو لپاره وخت وټاکئ او چې ټاکلې نېټه را رسيږي نو هماغه کار پخپل وخت ترسره کړئ.

Scroll to Top