پښتو غږپوهنې او وییپوهنې اثر ته یوه لنډه کتنه!!

پښتو غږ پوهنه او وییپوهنه ګرامر د پوهاند صابر خویشکي لخوا لیکل شوی دی، چې له شلو ځلونو ډېر چاپ شوی او د هېواد د پوهنتونونو په پښتو څانګو کې تدریسیږي.
پښتو ژبه د ژبپوهنې او پښویې په برخه کې خواره پاتې، په دې برخه کې اکثره لیکل شوي اثار نیمګړي او د نقد وړ دي.
د پوهاند خویشکي(پښتو غږپوهنه او ویيپوهنه) اثر له نامه نه واخله تر نورو مسایلو له پیچلتیاوو خالي نه دی.
په دغه کتاب کې پر فونولوژي او مورفولوژي بحث شوی. خو لیکوال لکه څرنګه چې پکار وه، هغسې پر غږپوهنې تم شوی نه دی او تر یو مختصر بحث وروسته پر مورفولوژي یا ګړپوهنې خپلو بحثونو ته ادامه ورکوي.
په دې ګرامر کې ډېر موضوعات ژباړه ده او ډېری یې ” ټکي په ټکي” ژباړل شوي دي.
مورفیم او کلمه هغه سکالو ده، چې خویشکي صاحب پرې بحث کړی، همدا موضوع چې کله د پوهاند محمد حسین یمین(دستور معاصر زبان پارسی دری) په کتاب کې ولولو؛ نو راته په ډاګه کېږي، چې د پوهاند صاحب یمین له اثر څخه ژباړل شوې ده.
د خپلې ادعا د ثبوت لپاره لومړی د پوهاند محمد حسین یمین او بیا د خویشکي صاحب متن رااخلم:
مورفیم و کلمه:
کلمه یک واحد رواني*است و غالبآ جدا ګانه ګفته و نوشته میشود و دارای معنای لغوی میباشند. کلمه همواره مفاهیم مستقل را انتقال میدهد، اما مورفیم یک واحد لفظی است که دارای معنای لغوی و دستوری میباشد، چنانکه بعضآ جداګانه و بعضآ هم جداګانه نی، بلکه متصل به کلمه ها و مورفیم های دیګر میاید. مورفیم یک واحد غیر قابل انقسام دستوری است.
همچنانکه هر کلمه مورفیم نیست همانګونه هر مورفیم کلمه ګفته نمی شود، بلکه تنها کلمه های بسیط مورفیم و مورفیم های مستقل کلمه بوده میتواند…( پوهاند یمین: ۵۷: ۱۳۹۶)
کلمه او مورفیم
کلمه یو رواني واحد دی*چې غالبآ بیل ویل کېږي او لیکل کېږي او لغوي مانا لري. کله تل خپلواک او مستقل مفاهیم لیږدوي، خو مورفیم یو لفظي واحد دی، چې لغوي او ګرامري مانا لري. مورفیم هم کله بیل او کله د یوې کلمې د جز په توګه راتلی شي. مورفیم یو ګرامري نه تجزیه کیدونکی واحد دی. همدارنګه هرې کلمې ته مورفیم نه شو ویلی او هر مورفیم ته کلمه، یوازې بسیطې کلمې خپلواک مورفیمونه بلل کېدای شي.
(پښتو غږپوهنه او وییپوهنه: ۲۲)
*دواړو لیکوالانو د ” رواني واحد دی” تر څنګ په لمنلیک کې (اختیار، منصور: معنی شناسی، تهران: منوچهر، ۱۳۴۸، ۶۰ مخ) ماخذ راوړی دی، خو داسې ښکاري، چې خویشکي صاحب له ” معنی شناسی” څخه څه معلومات نه دي رااخیستي، بلکې د پوهاند یمین له ( دستور معاصر زبان پارسی دری) څخه یې څرګندونې کټ مټ راژباړلې دي.
په دې کتاب کې د یمین صاحب له ګرامرونو څخه ډېره استفاده شوې او ځینې ځایونو کې خو لیکوال هڅه کړې چې رااخیستل شوي معلومات خپل وښیي، ځکه خو یې د هر ژباړل شوي متن په لمنلیک کې د ماخذونو له ښودلو ډډه کړې.
موږ ته د پوهنتون په لومړیو څلورو سمسترونو کې همدا ګرامر تدریس شو. اکثره زده کړیالانو به له یو بل څخه پوښتل چې کلمه څرنګه رواني واحد دی او لفظي ولې نه دی او یا دا چې د رواني او لفظي واحدونو مفهوم څه وي؟.
ګومان کوم د کتاب لیکوال بې له دې چې په ډېرو ګرامري خبرو په بشپړ ډول ځان پوه کړي کټ مټ یې ژباړلي، چې دا کار د لوست پر مهال راته لوی ابهام دروي.
دا راز د مورفیم ډولونو په اړه چې ښاغلي خویشکي کوم لښتلیک راوړی، د یمین صاحب له کتاب څخه رااخیستل شوی.
په کتاب کې د مورفیم او څپې تر ګډ سرلیک لاندې لیکل شوي:
څپه د هجا یا سیلاب په مانا ده، که کله موږ د مورفیم بحث کوو، نو د څپې موضوع هرومرو رامنځ ته کېږي ځکه څپه د مورفیم یو جز دی. ( پښتو غږپوهنه او وییپوهنه: ۲۱)
په دستور معاصر زبان پارسی دری کې لولو:
هجا بمعنای سبلاب است، وقتی که از مورفیم صحبت می شود موضوع هجا بخود بمیان می آید زیرا هجا جزء حتمی مورفیم است.( یمین: ۵۶)
دا به د ژبې د ګرامر په اړه څه څېړنه وي، چې د نورو لیکوالو خبرې کټ مټ راوژباړو او په دې هم فکر و نه کړو، چې کوم تعریفونه راژباړم، پیچلي ولې دي او څرنګه کولای شم چې له ابهام، پیچلتیا او یا نورو ستونزو یې روغ وساتم؟.
زموږ ډېرو لیکوالانو د دري ژبې د ګرامري اثارو او یا د خپلو پخوانیو لیکل شویو ګرامرونو پیچلتیاوو ته پخپلو اثارو کې ځای ورکړی او تلپاتې کړې یې دي، همدا خبره ده چې زموږ څېړنې له تکراري خبرو ډکې دي، بس که سل کاله وړاندې د کومې ګرامري موضوع اړوند څه څرګندونې شوي، کټ مټ یې تر موږ رارسولي او د نویو څېړنو له محکه لرې پاتې شوي.
د خویشکي صاحب پښتو غږ پوهنه او ویيپوهنه په خپل وخت کې په یوې نوې سکالو لیکل شوی ګرامر دی؛ خو یوه لویه تیروتنه چې پوهاند خویشکي پرې له لسګونو ځلونو چاپ وروسته هم فکر نه دی کړی دا ده، چې په دغه کتاب کې پر وییپوهنه نه، بلکې ګړپوهنې بحث شوی او باید د کتاب نوم ( پښتو غږپوهنه او ګړپوهنه) وای، ځکه د انګلیسي مورفولوژي لپاره د پښتو ګړپوهنه انډوله نومَونه راځي.
په کتاب کې ځینې سرلیکونه هم د ژباړې رنګ لري او له کره پښتو سره جوړ نه دي لکه: ماضي فعل او د هغه ډولونه. دا باید داسې لیکل شوی وای چې: ” ماضي فعل او ډولونه یې”.
ډېر بې تجربې ژباړونکي د دري ژبې “ان” پښتو کې پر “هغه” را ژباړي چې له طبیعي پښتو سره جوړ نه راځي او پکار ده ډېر ځایونه یې پښتو انډول د ” یې” کمزوری نومځری راشي.
لیکوال د ستاینوم په اړه لیکي: په پښتو ژبه کې صفت د لوړتیا درجې نه لري لکه دري ژبه کې (به، بهتر، بهترین، بزرګ، بزرګترین) له دې کبله پښتو ژبه کې یو صفت د اداتو په ملتیا خپله درجه او طبقه ښکاره کوي، لکه: ښه، ډېرښه، خورا ښه یا سپین، ډېر سپین او خورا سپین.
دلته دا خبره څه مانا لري چې پښتو کې صفت درجې نه لري؟ ښه چې درجې نه لري بیا نو د اداتو په ملتیا درجې ولې راخپلوي؟
په ” ډېر ښه او خورا ښه” کې ډېر او خورا څنګه ادات وبولو؟.

دا هغه پوښتنې دي چې د ډېرو پښتو ګرامرونو له منځپانګې راولاړیږي او چې ځواب یې نه کړو د ګرامر له لوستلو مو خوا بدوي.

Scroll to Top