پښتنې ټولنې نادودې / شیراوازخان پکتین (اوله برخه)

چې علم نه وي انسان نه خدای پیژني،نه خپل ځان ،نه حق او نه باطل ،نه لاره ویني او نه شاه ،ګونګ ،ړوند، شل او ګوډ پاتې کیږي.

زموږ په پښتنو کې یو متل دی چې وایی:(د غټو وریجو په ډنډګی  کې چې یوه لویه خوځئ وي او هغه د مستو ډکه وي نو دغه نعمت دی او که دغوا غوړي پرې واچوې نو نعمت الله خان  ترې جوړیږي.)

یوه لاره چې انسان د ژوند په لوی ډګر کې د لویوالي،درنښت،شرافت او انسانیت پړاو ته رسوي هغه د زده کړې ،پوهې،هنر ،استعداد او لیاقت لاره ده ،د ناپوهۍ څخه د خلاصون ستر لارښود علم او پوهه ده ،ددتمدن تکیه کتابونه او مطبوعات دی کتاب د دماغو خزانه په ډیرو قیمتي مرغلرو ډکوي د کتاب مخونه هغه وزرونه دی چې انسان هسک او بلې نړۍ ته الوزوي ،په دښتو ،رغونو ،هوا، سمندر او ټولو ځایونو کې ورسره ملګری وي او یوازې د نه پریږډي .

زموږ په پښتني ټولنه کې ځینې دودونه ،رواجونه چې د چې په مرسته یې سپین ږیري ،مشران ( تعلم یافته او بې تعلیمه) لویې او وړې ستونزې او کشالې حل وفصل او هواروي خو ددې تر څنګ ځینې ناولي او کرغیړن رواجونه شته چې پښتني کلتور او فرهنک کې د یوه ضرري چنجي په څیر وجود لري او ټولنه خوري.

یو له دغو رواجونو چې په پښتني ټولنه کې یې خصوصآ ځوان نسل له ژونده بیزاره کړي هغه د خور او لور د ولور لوړوالی دی چې په اوسنیو شرایطو کې د هغه پوره کول او سرته رسول ډیر سخت کار دی ،دغه سبب دی چې تنکی ځوانان له هرې ممکنې لارې (قانوني ،قاچاقي ) مهاجرتونو ته زړه ښه کوي او ملا تړي چې د زیاتو اقتصادي او ځاني تانوانونو سره مخ کیږي او ډیرو تنکیو هلکانو او ځوانانو د ژوند په بیه تمامیږي .

نجونې د کور په چاریوالۍ کې د پیسو د نشتوالی له کبله ناستې دي او هغه څوک چې د دوی د ژوند اختیار لرونکي دي دوی د یو خیوان په څیر خرڅوي چې دغه عمل له شرعی او قرآني قانون څخه جوته سرغړونه ده او سخت غذاب ورته ښودل شوي .په دې اړه په یوه حدیث شریف کې راغلي دی چې: ( له ابوهریره (رض) څخه روایت دی چې رسول الله (ص) د الله پاک له قوله فرمایلي :د قیامت په ورځ به زه له دریو کسانو سره جګړه کوم ،یو هغه سړی چې زما په نوم قول او وعده وکړي او بیا عذر وړاندې کړي ،دوهم هغه سړی چې خپل یعنې اولاد د پيسو په مقابل کې خرڅ کړي  او پیسې یې په جیب کې واچوي او مصرف یې کړي دا ځکه چې دا د بل چا حق دی او دریم هغه څوک دی چې یو مزدور ونیسي خپل کار پرې وکړي او بیا د هغه مزدوری او حق ورنه کړی.)

بله سهی او قانوني خبره خو دا ده چې د ولور د ټاکلو حق په خپله نجلۍ یا د هغه وکیل او ولی لري که نجلۍ پلار وي که بل څوک خو شرط دا دی چې د نجلۍ به خوښه او رضا وي او بیا د نجلۍ په واک او اختیار کې ورکول کیږي چې خپله یې ځان سره ساتي ،خپل خاوند (میړه ) ته یې ورکوي چې راتلونکی ژوند پرې جوړ کړي او یا کوم بل خپل نزدې دوست ته چې اعتبار پرې لري ورکوي دا یې خپل واک او اختیار دی.

دا چې زموږ په سیمه او چاپیریال کې څه تیریږي او څهٔ روان دی  محلی شاعر جهانزیب جوهر  داسې بیان کړي :

             دغه مصرفونه دلته هیڅ نه پوره کیږي

             دا جګې جلګۍ چې وي دوبۍ ته مې تړی

   

        صورت مې مړ دی او دا سر مې داسې دروند دی

      خدای مې وسي کړه ګوندې ښه شم چې واده وکړمه

چې داسې رواجونه وي نو هغه ځوانان چې د دومره لوړ ولور پور نشي پرې کولي نو حتمی ده چې مجبورآ د مسافرۍ ملا وتړي یا خدای مه کړه بدلمنۍ،غلا او نورو ناوړه عملونو ته لاس واچوي ،په داسې حال کې چې د اسلام سپیڅلي دین هلک او نجلۍ ته داسې قانون وضع کړي چې دواړه اختیار لري چې له جبر او اکراء پرته سره وګوري ،یو بل خوښ کړي  ،حق لري چې په خپله خوښه د راتلوتکي ژوند په اړه فکر وکړي خو پښټني ټولنه نه یوازې دا چې دیته تیاره نه ده بلکې لوی شرم یې بولي او ضمنآ کم ولور باندې د جلۍ کورنۍ په خپل کلی او مالت کې کمه راځي او خلک زرهاوې خبرې مثلآ :څه عیب یې درلود،مرضی وه…… کوي خو که یې یو څو لکه نغد ولور،پریمانه سره سپین،ښه ډیر کالی ،ټیکري ،سینډل، وریبجې ،غوړي ،پسونه ،کاکا او ماما پیسې او دیته ورته نور فرمایشات وو نو بیا واوو!!!!!!

نو د هلک کورنۍ مجبورآ دا به کوي ،ددې ترڅنګ دوه ،درې وخته ډوډۍ او چای په رقابتي شکل باید ورکړي که احیانآ کوم څه کم وو نو د خپلوانو ، کلیوالو او مالتیانو خولې ته لویږې چې نه یې شې پوره کولي نه به د کوله او دیته ورته نورې خلص چې هر څه په خوله ورځي نه وایي.

پښتنو ته په دې برخه کې همغه پخواني درانه پیټي ،بې ځایه رواجونه په خپل ځای پاتې دی ، د یادونې وړ یې بولم ځینې عمده رواجونه چې سرته رسول یې د ټولنې او بالخصوص د بیوزلې او نادارې ټولنې د بدبختۍ سبب ګرځي هغه بې ځایه سیالۍ،غیرتونه او پښتو ده چې ډیرئ ځوانان او کورنۍ یې د بدبختې کندې ته ورټیل وهل .

د یاد بې ځایه رواج د مخنیوي لپاره ځینو چارواکو او مسولینو تر خپله وسه کار کړي هم دی  ،مشرانو ،مخورو او عالمانو پریکړې کړي مګم تر ډیره اولنی کسان دوی خپله وو چې تړونونه یې تر پښو لاندې کړي متاسفانه دا ډول فیصلې فقط په نمایشي شکل پر کاغذ لیکل شوي او د عملي کیدو یې څرک لا نه لیدل کیږي که عملي کیږي هغه د غریب او بې وسه کس په حق ،هغه چې وایي :د غریب ملا په آذان څوک لمونځ هم نه کوی اوس نو  خپله قضاوت وکړئ چې ددې ټولو ناخوالو عمده علت یې بې علمی ،ټیټه کچه فرهنګ یادولی شو چې پایلې یې همیشه منفي پاتې کیږي او پاتې به وي.

دې نتیجې ته رسیدلي یو چې دا یوه عمومي ستونزه ده او د یو څو کسانو،څو قومونو په تړونونو دا نشو له منځه وړلی اوس پوښتنه راولاړیږي چې چاره څه ده او څه باید وکړو!!؟

یادونه: په راتلونکو لیکنو کې یې په حل لارو غږیږو او ضمنآ ټولې نادودې او ناوړه رواجونو د یوې لړۍ په شکل مخکې بیایو( پرې غږیږو ،حل لارې ورته ګورو).

Scroll to Top