په ټولنه کې د ځوانانو اهمیت/رول /احمد طارق خلیلي

ځوانان د ټولنې د ملا تیر ګڼل کېږي، نو له همدې امله د ځوانانو مسؤلیتونه د نورو په پرتله په جامعه/ټولنه کې زیات دي.

د ځوانانو اهمیت په ټولنه کې:

ځوان هغه چاته ویل کېږي چې عمر یې له  ١٥ کالو پورته/ لوړ وي بیا تقریبا تر ٤٠ کلنۍ پورې.

د ځوان معنا پر هر څیز باندې واک درلودل او د هر مشکل د زغملو او حل کونکي په معنا ده.

همدغه ځوانان دي چې د هېواد برخلیک ټاکي. او د همدوي مسؤلیت دی چې هېواد پر پښو ودروي هغه که له هرې نګاه/پلوه وي میډیا او یاهم د تعلیم په برخه کې وي. ښه مثال یې زموږ او ستاسې ټولنه ده چې د میډیا له طریقه د هېواد په ابادولو کې مرسته کوي (یعنې نړۍ اوټولنې ته مثبت خبرونه وړاندې کوي) او غواړي چې له همدې طریقه خپل هېواد ته خدمت وکړي او ځوان باید په دې هڅه کې وي چې تر دېنور لا ښه خدمت څنګه وکړي؟

کله چې یو  ځوانان خدمت کوي دا باید خپل مسؤلیت وګڼي او له ځان سره ووایي چې دا زما دنده او زه یې باید سمه توګه ادا کړم. خدای مکړه که د دې هرڅه بر عکس کار تر سره کړي نو بیا ځوان د یوې ټولنې لپاره د اوږو بار او د زهرو په بوټي بدلېږي. بیا نو د بدوکارونو په سرته رسولو کې هم پوره انرژي لري لکه په ښو کارونو کې یې چې درلودله.

که ووایم چې ولې زموږ او ستاسې هېواد/ټولنه ولې داسې ناخوالو سره مخ ده؟

هغه په دې سره چې زموږ ځوانانو خپل مسؤلیت په سمه توګه سرته نه دی رسولی.

ځوان ته د ټولنې اړتیا:

هره ټولنه یو داسې شخص ته ضرورت لري چې باید خدمت وکړي زخم یې مرحم او پټۍ کړي. هغه کارونه چې نیمګړي او یا هم پاتې ويځوان یې باید تر سره کړي.

هره ټولنه ځوان ته اړتیا لري چې خدمت ورته وکړي ځکه نورو ځوانانو موږ ته خدمت کړی هغه که په هره برخه کې وي زه به یې یوازې یو څهښه مثالونه را واخلم. چې د کتاب لیکلو/ژباړې برخه ده. (میراحمد یاد، شفیع الله تاند، زاهد خلیلي، نظیم سمون، عبدالوافې نایبزی،  هدایت الله همیم، سید سالار خادم…) چې ډېر زیات دي او شاید زه یې د نومونو په یادولو کې پاتې راشم. موږ او تاسو باید دومره زیاتههڅه وکړو چې د ٢١ پېړۍ خلکو ته د خدمت په ډګر کې  یو ښه مثال وه اوسو. د نورې نړۍ ځوانانو چې کوم خدمتونه کړي دي د ٢١ پېړۍد خلکو لپاره د ستایلو وړ دي. او د دې اشخاصو ستاینه باید په ژوندوني وشي، پس له مرګه یو چاته ګلان ور وړل کومه مانا نه لري.

په ټولنه کې د ځوان اهمیت:

ځوان په ټولنه یا هېواد کې یو داسې شخص دی چې د یوه هېواد لاس، سترګو او د پښو معنا لري یعنې هر هغه مشکل چې د نورو لهتوان/وس نه تېر/زیات وي دا د یوه ښه او بامسؤلیته ځوان حق  دی چې هغه په سمه توګه حل او فصل کړي. چون د ټولو سترګې د ځوانمخ ته اوړي.

د ټولنې ټول وګړي دوي ته هیلې لري هغه که کوچنیان دي او که د ډېر عمر یا په عامه اصطلاح سپینږیري خلک چې ان شاءالله یوه ورځ بهمې د دې هېواد بچي د دې غمونو او زخمونو ته مرحم جوړ شي. ټولنه په ځوان باندې جوړېږي هغه که اقتصادي او یا هم انکشافي برخهوي. په هېواد کې ډېر زیات ځوان کدرونه شته دی او دوی ته باید زمینه سازي وشي چې په خپله برخه کې وطن ته خدمت وکړي او نوښتونهمنځ ته راوړي. د هېواد په پرمختګ کې ونډه/برخه واخلي. د ځوان کدرونو عزت باید وشي/وکړو تر څو دې ته اړ/مجبور نه شي چې نوروهېوادونو ته ولاړ شي او دا سترې هستۍ/شتمنۍ له لاسه ورکړو.

Scroll to Top