ټولنيز ژوند/ سيد ميوند سباوون

پاک سبحانه وتعالی انسان د کډ ژوند لپاره خلق کړی

په دنيا کې انفرادي ژوند نه بلکې تولنيز ژوند کولو اړين دي .

انفرادي ژوند کې انسان يوازې وي او صرف د ځان لپاره کار کوي چې دا ورته ستونزمنه تماميږی او حتی په نني عصر کې ناممکن هم دهنو انسان اړ دی چې ترڅو ټولنيز ژوند وکړي او د ټولنيز ژوند اوصول ومني.

ټولنيز ژوند د اسلام قران او حديث له نظره :-

د اسلام مبارک دین خپلو پېروانو ته دا سپارښتنه کړې ده چې انسان ټولنیز مخلوق دی.الله سبحانه وتعالی په خپل کلام پاک کي په سورتحجرات ایت نمبر 13 کې فرمایي:  «یا ایهاالناس انا خلقناکم من ذکر و انثی و جعلناکم شعوباً و قبائل لتعارفوا انّ اکرمکم عند اللّه اتقیکمانّ اللّه علیم خبیر»

ترجمه (اي انسانانو ما تاسي ښځه او نر خلق کړي یاست تاسې مو قبيله قبيله پيدا کړي ترڅو يو بل و پيژني ستاسې له منځه د الله پهنزد هغه غور دی چې تقوا ولري بيشکه الله سبحانه وتعالی د لوړ ذات خاوند او په هر څه خبردار دی).

ددي ايت څخه دا معلوميږي کې الله تعاله د ټولنيز ژوند کولي لپاره امر کړي او انسان ته يي ويلی چي يو بل سره تعلقات وساتي او تګراتګ وکړي چې ترڅو يو بل وپيژني او د يو بل فرهنګ نه باخبره شي.

د بشریت ستر لارښود او زمونږ محبوب پیغمبر صلی الله عليه وسلم د ټولنيز ژوند اداب په ښه شکل سره بيان کړي .

د الله رسول صلی الله عليه وسلم په يو حديث مبارک کي فرمايي «وَ قَالَ عَلَيْهِ اَلسَّلاَمُ: لَيْسَ مِنَّا مَنْ لَمْ يَرْحَمْ صَغِيرَنَا وَ يُوَقِّرْ كَبِيرَنَا

ترجمه (او رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: هغه څوک له موږ څخه نه دی چې په ماشومانو رحم نه کوي او ز د مشرانو عزت نهکوي.)  ددي حديث شريف له معنې دا جوته کيږي چي رسول الله صلی الله عليه خپل امتيانو ته امر کړي تاسی بايد ټولو انسانو سره کهماشوم وي يا لوي ښه سلوک او رفتار وکړي .

همدارنگه بل حدیث شريف کي فرمايي «قال رسول الله : انصر أخاك ظالمًا أو مظلومًا»

ترجمه (له انس رضی الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: له خپل ورور سره مرسته وکړه که هغه ظالم وياو که مظلوم)  ددي حديث مفهوم دادي چي بايد په ټولنيز ژوند کي د نورو خلګو سره کمک وکړو که مظلوم وي باید د ظالم له چنګ څخهنجات ورکړو او ظالم ته باید نصيحت وکړو او د نيک سلوک او صحيح لاري دعوت ورکړو .

د ټولنيز ژوند فايدي د انسان لپاره :-

او که له بل اړخه ټولنيز ژوند وڅيړو نو پوه به شو چي ټولنيز ژوند مونږ ته سومره فایده رسوي . اول دا چي هيڅ انسان نشي کولي هر کاروکړي بلکي هر انسان د يو کار خاص استعداد او توانايي لري .راځئ چې فکر وکړو  که یوازې ژوند وکړو له سهار تر ماښام ټول کارونهبه په تنهايي کوو لکه ځانته ډوډۍ تيار ول صرف دا نه بلکې ټول غذايي مواد نبات ميوې غنم او دا ټول کرل بيا ريبل بيا غنم اوړه کول اوداسې نور سه شیان چرته د يو انسان څخه پوره دي  خو که ټولنيز ژوند وي بزګر به غنم او ترکاري کري ژرندې ولا به يې درته اوړه کوي دنانوايي ولا به درته ډوډې پخوي نو انسان ته سومره زيات سهولت دي .

او ددې ټول تر څنګ انسان يو بل ته ضرورت لري .

انسان په يوازې هيڅکله خپل ژوند ته وده نشي ورکولي مګر په ټولنې کې په وسيدلو سره کولای شي خپل ژوند ته په چټکتیا سره ودهورکړي.

د ټولنيز ژوند حقوق پر دولتونو او نظامونو:-

ټولنيز ژوند کي بايد‌ عدلت شتون ولری د عدالت شتون لپاره قانون حتمي دی ترڅو فقر او شتمن ته ټول اصوال يوشان او برابر وسي .

هر حکومت او نظام ته پکار ده چي د ټولنيزو قوانين په خلګو ومني او پلې يي کړي چي ترسو ټولنه باثبات وسي

د خلګو ترمنځ باید نامساوات ختم کړي او د جرايمو مخنيوي په وجه احسن سره وکړي.

زمونږ مسوليتونه په ټولنيزه ژوند کې بايد هر چا سره ښه رابطه ولرو نورو خلکو ته احترام او  ورسره د همدردي احساس ولرو تر خپليوسي بايد د ټولنې په اصلاح د چاپيريال په پاک ساتلو کي ونډه واخلو د ټولنې او ټولنيز ژوند ټول  قانون مراعات کړو .

د يو کار په ترسره کولو کي د نور خلکو ګټه او توان په نظر کې نيول د ټولنيز ژوند له اوصول څخه دی.

کچيرې پورتني موارد په نظر کي ونيسو او ژوند په همدي اصول برابر وکړو نو د هر طرف څخه به مينه او احترام وګورو او هوسا ژوند بهولرو .

په پای کې ټولو مواردو ته په کتو سره په دي پوهيږو چې انسان د ټولنيز ژوند تابع دې نو راځئ چې په هغه ټولنه کې ژوند کوو ټول اصولاو مقرارت يې ومنو او پلې یې کړو د هيواد او ټولنې د پرمختګ لپاره کار وکړو ترڅو د هوسا ژوند نه برخمن وسو .

رب دې مونږ ټولو ته توفيق راکړي چې خپلو خلکو ، ګاونډيانو ، ټولنې او هيواد ته د زړه له خلاص کار او خدمت وکړو

Scroll to Top