تابلیټ K یو له هغو خطرناکو مضرو نشه یي توکو څخه دی چې اوس مهال د افغانستان په ښارونو او بازارونو کې ترویج شوی او د لاډیریدو په حال کې دی.
له بده مرغه همدا ټابلیټ دی چې حتی د ځینو لوستو ځوانانو ژوند او کورنۍ یې تباه کړي.
ټابلیټ ‘K’ له څه جوړیږي؟
څنګه په اعتیاد بدلیږي؟
لومړني اثرات یې څه دي؟
په تابلیټ ‘K’ روږدی انسان کومې نښې لري؟
د انسان په دماغو او وجود کې کوم ډول تغییرات راولي؟
دا هغه پوښتنې دي چې په دې لېکنه کې واضح شوي.
د K تابليټ منبه له امفیتامینو او نورو خطرناکو مخدره توکو څخه ده، امفیتامین د مرکزي عصبي سیسټم (CNS) تحریک کونکی دی.
په 1927ام (م )کې د امفیتامین لومړی مرکب په لاس انجلس کې جوړ شو، مګر دا تر 1930 پورې بازار ته نه و ننوتلی، او د هغېروږديتوب معلوم شوی و. د هسپانیې د کورنیو جګړو په جریان کې د امفیتامین مرکبات د سرتیرو په کڅوړو کې ځای پر ځای شوي وو، اود دویمې نړیوالې جګړې په جریان کې، د جګړې ښکیلو خواوو دا محرک کارول ترڅو خپلو سرتیرو ته ډیره انرژي ورکړي، او شاوخوا 72 ملیون امفیتامین ګولۍ د برتانوي سرتیرو ترمنځ وویشل شوې، او دا کار د نازي جرمني پاراټروپرانو او جاپاني سرتیرو ترمنځ هم کارولکیده ترڅو د اوږدې جګړې په جریان کې انرژي زیاته کړي.
د دویمې نړیوالې جګړې وروسته، په خلکو کې د اشتها کمیدو او د وزن کمیدو علایم ولیدل شو چې د امفیتامین د مرکبونو اغیز وو . پهورته وخت کې، کارپوهانو وموندله چې د دې ګولۍ کارول د کاروونکو لپاره د ژور خپګان په ګډون د ناخوښۍ اغیزو لامل کیږي، او دا خلکد امفیتامین کارولو له امله د رامینځته شوي خپګان له منځه وړلو لپاره د هغې خوراک زیاتوي، چې بالاخره د امفیتامین ټابلیټونو روږديکیدو لامل کیږي..
دماغ په بدن کې تر ټولو پیچلی سیسټم دی. دماغ په حقیقت کې د بدن د کنټرول مرکز دی چې د 100 ملیاردو څخه ډیرې عصبي حجرېد کنټرول لپاره کاروي چې په دوامداره توګه یو له بل سره اړیکه نیسي او زموږ فکرونه، عواطف، احساسات او عملونه کنټرولوي. تر هغهچې دماغ او د هغه عصبي جوړښتونه په ښه توګه کار کوي، هرڅه سم دي.
په مغزو کې عصبي حجرې د ډوپامین د سرایت سرچینه ده، چې دنده یې د عصبي حجرو ترمنځ د ارتباطي سیګنالونو لیږدول دي.
بدن د ۲ کیمیاوي موادو تولید لپاره ډوپامین کاروي چې نوریپینفرین او ایپینفرین نومیږي. ډوپامین د عصبي انعام سیسټم کې مرکزيرول لوبوي.
د امفیتامینو د عمل میکانیزم
امفیتامین د مونوامین اکسیډیز انزایمو مخنیوی کوي او د (ډوپامین ، نورپینفرین) د بیا جذب مخنیوي سره ، امفیتامین د دې موادو دکچې او فعالیت د زیاتیدو په وجه د دماغو فعالیت زیاتیږي.
د “K”ټابلیټونه د امفیتامینو او ځانګړو روږدونکو توکو څخه جوړ شوي چې له لویدیځو او نورو هیوادونو څخه افغانستان ته راوړل کیږي،چې له بده مرغه د ځوانانو لخوا د ودونو په محافلو او غونډو کې کارول کیږي.
هغه کسان چې د K تابلیټ کاروي، د بدن د تودوخې درجه یې د بدن د میټابولیزم د زیاتوالي له امله په چټکۍ سره لوړیږي، د دې لپاره،مصرف کونکي په نورماله تودوخه کې د یخ احساس کوي او بخاریو او نورو تودوخې سیسټمونو ته اړتیا لري او له بلې خوا په میټابولیزمکې د زیاتوالي لامل کیږي، د بدن اعتدال ګډوډیږي او بدن مایعات په شدت سره مصرفوي، له همدې امله دا د انسان لپاره د جدي تندېلامل کیږي.
د “K” ټابلیټ دومره خطرناک دی چې د نورو معتادینو برعکس د استعمال په پیل کې خلک د ځواکمنۍ او هوښیارۍ احساس کوي او پهخلکو کې دروغجنه مینه، دروغجنه خوشحالي زیاتوي د خوب احساس له منځه وړي د آرامۍ احساس، د ذهني فعالیت ښه والی، ستړیا اواشتها له منځه وړي خو روسته چې له بده مرغه شخص روږدی کیږي
ژور خپګان, اضطراب،
ناآرامي
د مزاج بدلون
بې خوبي
په جنسي خواهش کې بدلون
رواني غلط لوړوالی
احساساتي چلندونه
رواني ناروغۍ
د وزن کموالی
د کورنۍ له غړو او اجتماع لرې والی
په ژوند کې د هدف نشتوالی او ناهیلي
بې رحمه او بې پروا چلند
د ژامو بندول
په غاښونو کې ستونزې
د ورځنیو مسایلو، زده کړو، ورزش او داسې نورو په اړه بې پروايي
نوي ملګري غوره کول او زاړه ملګري پرېښودل
او د لاعلاجه ناروغیو لامل ګرځي.
ولې؟ د K ټابلیټ بیه پخوا ۵۰ امریکايي ډالره وه، اوس له ۲۰۰ څخه تر ۱۰۰۰ افغانیو پورې راټیټه شوې ده، تر څو هر څوک ترې ګټهپورته کړي او په اوسني ترکیب کې یې ډیر بې ارزښته نشه یې توکې کاریږي.
تر ټولو خطرناکې مادې لکه میتامفیتامین، کرسټال، هیروئین، کوکاین او نور هالوکینوجینک مواد د ټابلیټ”K” په ترکیب کې شامل دي.
د “K” تابلیټ ته نه ووایئ ، په ځان او کورنۍ رحم وکړئ