- ځان له نورو سره پرتله کوم: انسان په طبیعي ډول د نورو خلکو په اړه فکر کوي، خو هوښیار خلک ځان له نورو سره نه پرتله کوي،ځکه دوی پوهېږي چې د هر چا حالات او شرایط جلا دي.
- بې هدفه ټولنیزې رسنۍ کارول: ټولنیزې رسنۍ نن سبا ډېرې کارېږي او ډېره ګټوره استفاده ترې کېدای شي، خو ځینې خلک چېهېڅ هدف نه لري، نه له ټولنیزو رسنیو ګټه اخلي، نه په کې مطالعه کوي او نه ترې څه زده کوي، بلکې هسې بې هدفه وخت په کېضایع کوي.
- غیبت کول: په غیبت کولو زیاتره بنډارونه تاوده وي، خو هوښیار خلک غیبت نه کوي، ځکه هغوی پوهېږي چې د خلکو شخصي ژوند دهغوی خپل دی او د دوی قضاوت پرې ګټه نه لري.
- له منفي خلکو سره وخت تېرول: وايي انسان چې چاسره کېني، هغسې کېږي. له منفي خلکو د مثبتې خبره تمه نه شي کېدای، پهدې خاطر هوښیار خلک له منفي خلکو ځان لرې ساتي.
- منفي او بې ګټې ځایونو ته تګ: لکه څنګه چې ځان له منفي خلکو لرې ساتي، همداسې منفي او بې ګټې مجلسونو ته هم نه ورځي،که کوم مجلس ورته مادي یا معنوي ګټه نه شي ور رسولای، هغه مجلس کې ګډون نه کوي.
- بې پلانه کار کول: ځینې خلک یو کار کوي، خو دا فکر نه کوي چې ده ته یې ګټه څه ده؟ مثلا ً که موټر اخلي ده ته یې څه ګټه ده؟ کهچکر ته ځي ده ته یې څه ګټه ده؟ هوښیار خلک دې ټولو اړخونو ته پام کوي.
- ځان نورو ته ورته کول: ډېر خلک د اوبو له جریان سره سم روان وي، خو هوښیار خلک دا کار نه کوي، دوی له دې نه ډارېږي چېنورو خلکو سره دې توپیر ولري او له هغوی دې په جلا ډول ژوند وکړي.
- په پخوانیو تېروتنو تمرکز: ځینې خلک د تېر وخت په تېروتنو کې دومره نښتي وي چې راتلونکي ته پام نه کوي، خو هوښیار خلکپوهېږي چې له تېرو تېروتنو یوازې درس اخیستل غواړي او دا درس باید په راتلونکي کې د ژوند ښه کولو لپاره وکارېږي.
- د نورو خلکو په خوښه ژوند: هوښیار خلک د نورو خلکو خبرو ته دومره ارزښت نه ورکوي چې د هغوی په خوښه ژوند وکړي، دویخپل اصول لري او په هغو ژوند کوي.
- شکایتونه کول: ډېر خلک ډېر شکایتونه کوي او زړه خوري، خو هوښیار خلک شکایتونه نه کوي، دوی پوهېږي چې ستونزه په شکایتنه حل کېږي، دوی هڅه کوي چې ستونزه حل کړي او د شکایت موقع پاتې نه شي.