نیمروز کې په ۹۶۶ بزګرانو خوراکي توکي ووېشل شول

د نیمروز دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د خوړو نړیوال پروګرام «WFP» په مرسته په دې ولایت کې په ۹۶۶ بزګرانو خوراکي توکي ووېشل.
دا خوراکي توکي د کار په بدل کې دخوړ برنامې له لارې، د نیمروز ولایت په مرکز زرنج کې د ۷۳ فرعي کانالونو له پاکولو وروسته وېشل شوي دي. پر دغو بزګرانو په هر یوه بزګر ۹۲ کیلو ګرامه اوړه، ۲۵ کیلو دال نخود، دوه کیلو مالګه او ۱۸.۴ کیلور ګرامه غوړي وېشل شوي دي.
Scroll to Top