مناسب خوب ۷۰ ٪ د زړه د ناروغيو مخنيوی کوي

څېړنې ښيي که يو کس پوره خوب وکړي، شاوخوا ۷۰ ٪ د زړه د حملو او درېدو مخنيوی کولای شي. ساينسپوهانو ۷۲۰۰ له پنځوس کالو پورته کسان د يوې لسيزې لپاره وڅارل او دا پايله يې ترلاسه کړه چې په دوی کې يوازې لس سلنه خلکو په دوامداره توګه مناسب او پوره خوب کاوه.
د بدو خوب کوونکو په پرتله، هغه خلک چې ښه ارام يې کاوه، ۷۰ ٪ يې د زړه حملو او درېدو څخه ژغورل شوي وو. څېړونکو دا پايله ترلاسه کړه چې که بالغ کسان پوره خوب وکړي، نو د زړه د مرګونو ناروغيو خطر ۷۲ يې سلنه کمېدای شي.
هر کاله شاوخوا ۱۰۰۰۰۰ سل زره برتانويان د زړه د ناروغيو له امله ژوند بايلي.
مشهور ساينسپوه ډاکټر ابوبکري نمبيما چې د فرانسې د زړه او طبي څېړنو د ملي انسټيټوټ کې کار کوي، په بارسلونا کې د اروپايي اتحاديي د کارډيالوژي د ټولنې په کلنۍ غونډه کې يې خبرې کولې، وويل: «زمونږ څېړنې ښيي چې ښه خوب کول د زړه روغتيا ساتي او زمونږ څېړنې دا وړانديز کوي چې خوب ښه کېدل د زړه د ناروغيو او حملو له کمولو سره تړلی دی.» پوهان په دې باور دي چې د خوب کمښت د بدن د فشار عکس العملونه يا Stress responses تنبيه کوي د کومو له امله چې التهاب او د زړه لوړ فشار رامنځته کېږي.
پروفيسر جيمز ليپر، د برتانيا د زړه د بنسټ مشر وايي، «د شپې ښه خوب ستاسې بدن ارامه کوي، کوم چې ستاسې د وينې رګونه هم ارامه کوي او د وينې فشار کموي.».

Scroll to Top