نکسیوان خپلو ملګرو ته مېلمستیا کړې وه او تازه غوښه یې ورته پخوله. دې وخت کې يې پام شو چې مالګه ورسره ختمه شوې ده. نو خپل زوی ته یې غږ کړ او ورته یې وویل:
کلي ته لاړ شه او لږه مالګه راوړه، خو مناسبه بیه ورکړه، نه لوړه او نه ټيټه.
زوی یې حیران شو، ځواب یې ورکړ: په دې خو پوهېږم چې لوړه بیه باید ور نه کړم، خو که زه ورسره چنې وهلای شم، نو ارزانه یې ترې ولې وانخلم؟
ده ورته وویل: دا کار که په ښار کې وکړې ښه به وي، خو زموږ په څېر کوچني کلي دا کار ټول کلی ویجاړولای شي.
د نکسیوان مېلمانه چې له دې حالته ستړي شوي وو، پوښتنه یې ترې وکړه چې دا هلک مالګه په ټيټه بیه اخیستی شي، نو ولې یې وانخلي؟
ده ځواب ورکړ: که څوک مالګه له اصلي بیې ټيټه خرڅوي، نو په دې معنی ده چې هغه کس پیسو ته اړ دی. که څوک د دوکاندار له مجبورۍ ناوړه ګټه اخلي، نو د دې مالګې د کان د مزدوانو زیار او خولو ته سپکاوی کوي.
یوه ورته وویل چې دومره کوچنۍ خبره ټول کلی نه ورانوي.
ده ځواب ورکړ: (په نړۍ کې بې عدالتي لومړی ډېره لږه وه، خو وروسته چې هر څوک راته لږه لږه یې پرې ور زیاتوله او هر یوه فکر کاوه چې دا لږه دومره مهمه نه ده، اوس وګورئ چې موږ ویجاړ یوو که نه؟)