ملا نصرالدین به هره ورځ په بازار کې سوال کاوه او خلک به یې دې ته قانع کول چې هغه ته یو څه ورکړي. خلکو به نصرالدین ته دوه سکې ښودلې چې یوه یې د سرو زرو او یوه د سپینو زرو وه. خو ملا نصرالدین تل د سپینو زرو سکې غوره کولې. دا کیسه په ټوله سیمه کې خپره شوه. هره ورځ به یوه ډله نارینه او ښځې راتلل او دوه سکې به یې ورته ښودلې او ملا نصرالدین به تل د سپینو زرو سکې ټاکلې. تر دې چې یو مهربان سړی راغی او په دې خفه شو چې له ملا نصرالدین سره داسې چلند کیږي. هغه د چوک په کونج کې هغه ته ورغی او ورته ویې ویل: کله چې دوی تا ته دوه سکې وښیې، د سرو زرو سکه واخله. په دې توګه به ته ډیرې پیسې ترلاسه کړې او خلک به تاته د احمق فکر هم نه کوي. ملا نصرالدین ځواب ورکړ: ظاهراً ته په حقه یې، خو که زه د سرو زرو سکه واخلم، نو خلک به نور ما ته پیسې رانکړي، ترڅو ثابته کړي چې زه تر دوی زیات احمق یم. تاسې نه پوهیږئ چې ما په دې کار سره څومره پیسې ګټلې دي.
د حکایت شرحه
اول: د ستراتیژیک مارکېټېنګ لیدلوری
ملا نصرالدین د بازار موندنې، د «ټیټې بیې او ترویج» د ترکیبي ستراتیژۍ په کارولو سره خپل کاروبار ته وده ورکوله. هغه له خلکو کمې پیسې اخیستلې نو ځکه خلک هڅیدل چې هغه ته پیسې ورکړي.
“که چېرې هغه کار چې تاسو یې کوئ سم وي، د هغه کار له امله که تاسې ته څوک احمق وایي نو هېڅ خبره نه ده”
دوهم: ټولنیز سیستماتیک لیدلوری
ملا نصرالدین د خلکو په ټولنیزو عقایدو سمه پوهه درلوده. هغه پوهیدو چې خلک دا خوښوي چې بل احمق او ځان هوښیار ثابت کړي. هغه ټولنه مطالعه کړې وه او د ټولنې د فکر او سلیقې په اړه یې ژور درک درلود، ځکه یې خلک په اسانۍ د پیسو ورکولو ته قانع کول.
“که تاسو د خلکو باور ترلاسه کړئ، دوی به ستاسو سره مرسته وکړي”.