معاش یې بند دی; خبریال په ژوندۍ خپرونه کې شکایت وکړ

په د سویلي افریقل په زمبیا هیواد کې د یوه شخصي ټلویزیون د خبرونو په ژوندۍ خپرونه کې ګیله وکړله چې معاش یې نه دی ورکولشوی.

کلمینیا کبیندا د خبرونو وړاندې کونکی و، خبرونه یې چې پای ته ورسول، ویې ویل: موږ انسانان یوو، موږ ته باید معاش راکول شي، ما اوزما ځینو همکارانو ته معاش نه ورکول کېږي، موږ ته دې معاش راکولای شي.

جالبه دا ده چې خبریال وروسته بیا د همدې خپرونې ویډیويي کلپ په خپل فېسبوک هم خپور کړ، ورسره یې لیکلي وو چې زیاتره خبریالاند دې خبرې جرات نه کوي، خو غلي باید پاتې نه شي.

د ټلویزیون مشر بیا ویلي چې دا خبریال نېشه و، موږ د چا معاش نه ایساروو.

Scroll to Top